مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-28   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

بغیر له Internet Explorer نه د انټرنیټ پا ڼې خلاصول

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ګرانو د کمپیوټر مینه والو دلته درته داسې یوه نوې چاره درپه ګوته کوم چې څنګه کولای شۍ بغیر له Internet Explorer څخه په یوه بله لاره یوه انټرنیټ پا ڼه او یا ویب پا ڼه راخلاصه کړۍ.ښا غلیو ډیر ځله خو داسې وي چې ځینې خلک Internet Explorer نشي موندلای یا نې یا په Start Menu ،Desktop ،Quick Launch او داسې نورو ځا یونو کې نه وي او یا هم د کوم مسلکې وګړي لخوا نا کارن شوي وي. نو په دغسې حا لاتو کې کولای شۍ دا لاندې چا ره وکاروۍ:

۱- په Start Menu کلیک وکړۍ

۲- اوس په Run کلیک وکړۍ نو لاندې څیره به درته خلاصه شي:

۳-لکه په پورتنۍ څیره کې دOpen مخې تهCALC وټا پۍ او پر Ok کلیک وکړۍ دالاندې څیره به درته وازه شي.

۴- اوس نوپه پورتنۍ څیره کې دHelp له مینو څخه Help Topics غوره او کلیک پر وکړی نو لاندې څیره به درته وازه شي په دغه څیره کې په Title Bar ښی کلیک وکړی اوJump to URL غوره او کلیک پر وکړی لکه په لاندې څیره کې:

۵- اوس به دالاندې څیره درته وازه شي په لاندې څیره کې به په سپین تش ځای کې خپل URL په سمه توګه ولیکۍ.

او پرOk باندې کلیک وکړۍ نوستاسو انټرنیټ پا ڼه به وازه شي دیا دونې وړده چې د URL سم لیکل یر اړین دي په دې مانا که په پورتنۍ کړکۍ کې تا سو www.benawa.com وټا پۍ نو تا سو به د بینوا انټ نیټ پا ڼه وازه نه شي ځکه ددې URL پوره او سم نه دی. په بله لیکنه کې به درسره د انټرنیټ ادرس او URL په هکله وګړیږ م.

په سپیڅلې کلیواله مینه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery