مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-30   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د اصلي حافظې ډولونه

ژباړن:ب.بهیر وردګ

د کمپيوټر اصلي حافظه هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:
1:ROM(Read Only Memory)حافظه
2:RAM(Random Access Memory)حافظه


1:د روم ياRead Only Memory)ROM )حافظه


د کمپيوټر اصلي حافظه ده چې يواځې لوستل کېږي او په هغه کې ليکل نشي کېدای.د بريښنا له تلو سره يې منځپانګه له منځه ځي ،معمو اًد لخت افزار د ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
هغه دستورونه چې د کمپيوټر پيل کول يې دنده ده په ROMکې په ت پاتي بڼه ساتل کېږي اودکمپيوټر د روښانه کېدو پر مهال د کمپيوټر  ټولې پرزې ازمويي او همدارنګه  عامل سيستم م ومي او هغه د RAM اصلي ساتنځي ته ليږدوي.
د ROM اصلي دنده زموږ له دستورونو مخکې د کمپيوټر لارښوونه کول دي،يعنې مخکې له دې چې موږ کمپيوټر ته کوم دستور ورکړو (هغه لارښوونه کړو ) ROM هغه لارښوونه کوي نو که چېرې دا خبره سمه وي چې کمپيوټر عقل لري نو د کمپيوټر عقل به ROM وي.
دROM منځپانګه په فابريکه کې ثبتيږي او موږ او تاسو نشو کولای چې هغه ته بدلون ورکړو.
د يادولو وړ ده چې دROM ځيني ډولونه چې دPROM(Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کېدای شي يو ځلې پروګرام شي.د هغه نور ډولونه چې د EEPROM(Electronically Erasable Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کولای شو چې څو ځلې يې پ وګرام کړو.
د ROM د کار چټکتيا د RAM له چټکتيا څخه لږده له همدې امله هغه اطلاعات چې په ROM کې ځای لري هغه مخکې له کارولو په RAM کې ځای نيسي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery