مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-30   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د رم يا (RAM(Random Access Memory حافظه

ژباړن:ب.بهیر وردګ

د کمپيوټر د اصلي حافظې يو ډول دی چې هم لوستل کېږي او هم ليکل پکې کېداي شي.په دې ډول حافظه کې هره خونه د يوې پتې لرونکې ده او CPU کولای شي چې په مستقيمه توګه ترې کار واخ ي.کله چېCPU غوښتي وي چې ددې ډول ساتنځي په خونو کې په شته اطلاعاتو باندې لاس رسی ومومي، د هماغه ځای پته اخلي او نيغ په نيغه د پام وړ معلوماتو د لوستلو په لور ځي.
دا وړتيا (چې نيغ په نيغه د پام وړ ځای ته مراجعه ده) د کم پيوټر CPU ته ددې اجازه ورکوي تر څو په غوښتل شوې پتې چټک لاس رسی ومومي.
د بريښنا له تلو سره سم د RAM منځپانګه له منځه ځي.په کمپيوټرباندې د کار کولو پر مهال د ساتنځي له همدې برخې څخه ګټه اخلي.يا په بل ډول هر پروګرام  چې  م وغوښتي وي تر څو په هغه کې کار وکړو بايد هغه RAM ته وليږو چې RAM ته د يوه پروګرام همدا ليږدونه د پروګرام سرته سول(Program Running )دي.
دCPU د چټکتيا تر څنګ د RAM مقدار هم د کمپيوټر په چټکتيا کې ونډه لري.په هر کمپيوټر کې چې د RAM مقدار  ډير وي په هماغه کچه د کمپيوټر چټکتيا ډيره او کولای شي چې لوی پروګرامونه سرته ورسوي.
بيلا بيل پ وګرامونه د RAM يوه ټاکلي مقدار ته اړتيا لري.که له هماغه اندازې د RAMمقدار لږوي نو په کمپيوټرکې به هغه پروګ ام سرته ونه رسيږي.
د بيلګې په ډول 98 وينډوز چې لږ تر لږه 16 ميګا بايته RAM ته اړتيا لري نو که چېرې په يوه کم پيوټر کې چې د هغه  د RAM مقدار له 16 ميګابايټه څخه لږوي نو 98 وينډوز په هغه کې کار نشي کولای.
يا ددې لپاره چې ستاسو کمپيوټر وکولای شي XP وينډوز سرته ورسوي نو بايد ستاسو کمپيوټر لږ تر لږه د 64 ميګا بايته RAMلرونکی وي.
لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره  ده په دې کلونو کې د پروګرامونو
 کچه په حيرانوونکې بڼه ډيرښت کوي او لا کوي يې چې ددې تر څنګ د RAMمقدار هم زياتوالی موندلی.
د همدې کرښو د ليکلو پر مهال په ځاني کمپيوټرونوکې د RAM م دار 128يا 256 او کېدای شي چې 512 ميګابايته وي.
د شک او ترديد د له منځه وړلو لپاره په دې ځای کې ضروري ده تر څو اندې ټکي ته اشاره وکړو:
دا ضرور نه ده تر څو د RAMمقدار د پروګرام له اندازې(Size) سره يو شی وي،د بيلګې په توګه که چېرې يو پروګرام د 50ميګابايته حافظې لرونکی وي دا شونې ده تر څو په 8يا 16ميګابايته RAMکې سرته ورسيږي.البته د م جازي حافظې په مرسته دا کار سرته رسيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery