مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-14   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

د Yahoo بریښنا لیکونه په Outlook2003کې

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

که چیرې تا سو د Yahoo کارونکي یا ست څنګه کولای شۍ خپل دYahoo بریښنا لیکونه په Outlook2002 یا Outlook 2003 کې تر ګوتو اوولولی.ددې لپاره چې دا کار تر سره کړی تا سو باید د یا هو دMail Plus دخدماتو دبرخې ګډون کونکې واوسۍ. داچېMail Plus خدمات یعنې څه؟

که چیرې تاسو وغواړی چې نوموړي خدما ت تر لاسه کړی نو تا سو ته به دالاندې امتیازات درکول شي:

۱- تاسو به ځانګړی دSpam چڼونکی (Spam filtering) ځا نګړتیا تر ګوتو کړی.

۲- تاسو کولای شی دوه ګیګا با یټ سا تنځای یا ګودام تر ګوتوکړی.

۳- شونې ده د۲۰ میګا بایټ په میچ پیغام تر لاسه او ولیږۍ.

۴- له ګرافیکي اعلانونو به خوندې یا ست.

۵- د یاهو پیغامونه به کولای شی په اوټ لوک کې تر لاسه کړی او همدا راز کولای شۍ نور ګټور توکي د۱۹.۹ ډالرو په بدل کې د یو کال لپاره تر ګوتو کړی.اوس داچې څنګه کولای شو دMail Plus خدمات لاس ته راوړلی شۍ لاندې ویب پا ڼې ته سر ورښکاره کړی:

http://mailplus.mail.yahoo.com/

اوس که چیرې ته د Yahoo Mail Plus دبرخې کارونکی یې نو لاندې چارې عملې کړه تر څو د یا هو بریښنا لیکونه په اوټ لوک کې تر ګوتو کړې.

 ددې لپا ره چې د Yahoo دPOP او SMTP سرورونه په اوټ لوک ۲۰۰۳ کې سنبا ل کړی نو لاندې ټکې و کا روۍ.

۱- اوټ لوک ۲۰۰۲ یا ۲۰۰۳ واز کړی او د Tools له مینو څخه Email Accounts غوره او کلیک پر وکړی نو دالاندې څیره به درته وازه شي:

اوس د E-mail تر برخې لاندې په Add a new e-mail account کلیک وکړی او بیا  دNext پر تڼۍ کلیک وکړی. اوس به تا سو دا لاندې څیره تر ګوتو کړی:

- لکه د پورتنۍ څیرې په دود پر POP3 کلیک وکړی او بیا پر Next تڼۍ کلیک وکړی.

۳-اوس به لاندې څیره درته راخلاصه شي او د کارن په هکله معلومات به په لاندې توګه په اړوند تشو کې وټا پۍ.

دYour Name د تشې مخې ته خپل نوم وټا پۍ دا نوم ستا سو د پیغام ترګوتو کونکې ته دFrom په برخه کې ښکا ریږي.

دE-mail Address مخې ته تشه کې خپل دبریښنا لیک پته وټا پۍ د نمونې په توګه user@yahoo.com

۴-د سرورد معلوماتو(Server Information)  په برخه کې  د

Incoming mail server (POP3) مخې ته تشه کې pop.mail.yahoo.com وټا پۍ او د(SMTP) Outgoing mail server مخې ته تشه کې  smtp.mail.yahoo.com وټا پۍ.

 

۵-دLogin Information په برخه کې د User Name مخې ته تشه کې خپله د Yahoo ID ( د بریښنا لیک پته بې له @yahoo.com څخه دYahoo ID بلل کیږي.) وټا پۍ. د پټ نوم(Password) مخې ته تشه  کې خپل د یا هو پټ نوم ورکړه.ددغې برخې څخه لاندې یو غوراوی شتون لری(Logon using Secure Password Authentication) دغه غوراوی مه غوره کوی او تش یې پریږدی.

۶- اوس په پورتنۍ کړکۍ کې د More Settings… په برخه کلیک وکړی یوه څیره به درته وازه شي په دغه څیره کې د Outgoing Server په برخه کلیک وکړی.اوس به دلته یو غوراوی ووینۍ My outgoing server(SMTP) requires authentication دغه غوراوي باندې کلیک وکړی او غوره یې کړۍ.اوکه غواړی چې د پیغامونو یوه کا پي مو د Yahoo په Mail server کې هم پا تې شي  نو په همدغه څیره کې د Advanced په برخه کلیک وکړی دلته به دDelivery تر برخې لاندې یو غوراوی ووینۍ:

Leave a copy of messages on the server پر دغه غوراوي کلیک وکړی او غوره یې کړی.

۷- اوس نو دOK پر تڼۍ کلیک وکړۍ.

۸-دNext پر تڼۍ او بیا د Finish پر تڼۍ کلیک وکړی.

بس همدومره اوس به تا سو د یا هو بریښنا لیکونه په اوټ لوک ۲۰۰۲ یا ۲۰۰۳ کې تر لاسه کړی.

په سپیڅلې کلیواله مینه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery