مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-05-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کمپيوټر پوهنه : پاور ټايز ( PowerToys ) یعنې څه؟

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ډیر دوستان به PowerToys پیژني اوډیرو ته به داویوکی نا اشنا وي په هر صورت دلته به یې  تر خپل وس په هکله خبرې وکړو.

کله چې کوم پوستکالی دجوړونکو کمپینیو لخوا نړیوالو او ک یوالو هټیو ته وړاندې شي نو دنوموړو کمپینو لخوا دProgram Developers په نوم یوه ډله ددې لپاره کارکوي ترڅو نوموړوجوړوشویو پوستکالو ته مله یا اضافې کوچنې او لوی پروګرامونه جوړکړي چې داراز پروګرامونه دPowerToys په نوم یادیږي. ډیر ځله خو دغه واړه مله پروګرامونه خپلو اړوندو پوستکالو ته دساتیری ،لوبو او نورو موخو لپاره او کله هم بیا د نو موړې پوستکالې ددندو دلاښه بشپړوالي داړتیا په موخه ور اوډل کیږي. دپوستکالیو خورا نوموتې کمپنی یعنې مایکروسافت له ډیر پخوا دخپلو کارنده سیستمونولپاره PowerToys درلودل اولری یې تر دې بریده چې

Windows 95 اویا هم په ټولیز ډول دWindows 9x لپاره هم PowerToys لري. مګر اوس یې خپلوپیرودونکو ته اعلان کړی چې که ستا سو دPowerToys داپریل- ۲۳- ۲۰۰۲ زیږدیزې نیټې څخه پخوانې وي نو له خپل کمپیوټر څخه یې لری اوپر ځای یې نوې نسخې تر ګوتو کړی.

یوه ډیره مهمه خبره خو داده چې که چیرې ستاسو په Regional Setting  کې U.S English نه وي غوره کړی نو بیا به PowerToys ستا سو په سیستم کې کار نه کوي.

ډیر مشهور PowerToys چې د مایکرو سافټ کمپنی یې خپلو پیرودونکو ته وړاندې کوي په دا لاندې ډول دي:

۱- Color Control Panel Applet

ددې څیز په اړتیا خو یواځې مسلکې انځورګران او ډیزاین کوونکې پوهیږي ددې لپاره چې په یو ثا بت او سم رنګ دیوه رنګه توکې  رارسول له یوه فایل څخه تر سکرین او یا هم تر چاپمن (Printer ) پورې دیوې ښې پایلې دترلاسه کولو لپاره ډیره اړینه خبره ده.ددغه کار لپاره مایکروسافټ دخپل کارنده سیستم(WindowsXP) لپاره داپورتنی PowerToy دخپلوپیرودونکو په واک کې ورکړی.

۲- SyncToy

له ډیرو نورو مختلفو منا بعو څخه تاسو خپل کم پوټر ته توکې رالیږدوی دنمونې په توګه له ډیجیټال کیمرو،بریښنا لیک،ګرځنده ټیلیفونونو،Portable Media Players ،Camcorders ،PDAs ، Laptop او نور.اوس نو SyncToy تاسو سره د مختلفو ډایریکټریانو دلاښهCopy ، Move اوSynchronization په چارو کې مرسته کوي.

۳-  Raw Image Thumbnailer and Viewer

ددې په کارونې سره کولای شی په ویندوز کې Digital RAW فایلونه وپلټې او کار پر وکړې.

۴- ClearType Tuner

دا مونږ ته اجازه راکوي ترڅو Clear Type تکنا لوژي وکاروو او پر سکرین باندې متن په ډیره اسانی ولوستلی شو.

۵- HTML Slide Show Wizard

دا له مونږ سره له دیجیټال انځورونو څخه د HTML Slide Show په تیارولواوپر ویب دهغوی په خپرولو کې مرسته کوي.

۶- Open Command Window here.

داد فایل سیستم په فولډر باندې دcmd.exe یوه څ نګزنه مینو رامنځ ته کوي دکوم له لارې تاسو کولای شی په چټکه توګه cmd.exe یعنې command prompt ته لاره پیدا کړی.

۷- Alt-Tab Replacement

ددې په مټ تاسو کولای شی د Alt+Tab په دنده کې په ظاهرې توګه بدلون راولی په دې معنی کله چې تاسو د Alt+Tab تڼۍ په لیکدړي کې کیمنډی نو دټولو هغو پوستکالو او کړکیو ایکنونه چې وازدې درته ښیی.مګر له دې سره دا دهماغه پوستکا لې یا کړکۍ Preview هم درته ښیی.

۸- Tweak UI

ددې په مټ کولای شو دویندوزSystem Setting ته چې دWindows Default user لپاره را برسیره او جوت نه دې لاره پیدا کړولکه Mouse Settings ، Explorer Settings ،Taskbar Settings او نو .

۹- Power Calculator

ددې په مټ کولای شی شمیرنې ددووپه سیستم ، شمیرنې دلسو په سیستم او شمیرنې د شپاړسو په سیستم له یو ه څخه بل ته واړوی او همداراز کولای شی توابع(Functions) هم له دې لارې وکاروی.

۱۰- Image Resizer

ددې په مټ کولای شو د یوه ښې کلیک په مټ دیوه یا څو انځورونو میچ ورواړوو.

۱۱- CD Slide Show Generator

  ددې په مټ کولای شی هغه انخورونه چې په سی ډي کې شتون لري دSlide Show په بڼه وګوری.

۱۲-Virtual Desktop Manager

دویندوز له Taskbar څخه تر څلورو پورې ډیسکټا پونه کنترولوي دایې زما ډیر خوښ دی او بشپړه لیکنه به پرې وکړو.

۱۳- Taskbar Magnifier

ددې په مټ د ټاسک بار برخې دسکرین پر مخ غټ ښودلی شو.

۱۴- Webcam Timer Shot

 دامونږ ته داوړتیا راکوي تر څو په یوه مهالېز  انتروال کې له هغه ویب کم څخه چې زمونږ له سیستم سره نښتې ده  انځورونه راواخلو او په یوه ځانګړی ځای کې یې خوندې کړو.

 داوه ټول هغه PowerToys چې دMicrosoft Windows XP لپاره نومول شوي دې ددغو له جملې څخه به په Virtual Desktop Manager خبرې وکړو:

Virtual Desktop Manager یا Diskman.exe

 

۱- خپل د Internet Explorer به راخلاص کړی او دالاندې دانټرنیټ پته به پکې ولیکی.

www.google.com

 له دې سره ټول بلدیاست اوس به دګوګل په تشه کې powertoys ولیکی او دEnter تڼۍ به کیم نډی.

0-   اوس به په دالاندې ډول څیره درته راخلاصه شي په دغه څیره کې پر لمړي link کلیک وکړی. دلته مخامخ باندې کلیک وکړی

                                                         

اوس به دالانې څیره درته راوازه شي.

 

0-   په دغه څیره کې دHorizontal Scrollbar  په مټ ښکته لاړشی اودDiskman.exe فایل پیدا کړی. کلیک پروکړی اوس به دالاندې څیره درته راڅرګنده ي.

۳- په دغه پورتنۍ څیره کې د Run په تڼۍ کلیک وکړی او نوموړی پوستکالی انسټال کړی.

دانسټا لیشن له پای ته رسیدو وروسته .

  ۴- اوس په خپل Taskbar باندې ښی کلیک وکړی او له څ نګزنې مینو څخه Toolbars غوره او کلیک پرو کړی. اوس له Toolbars څخه Desktop Manager  غوره او کلیک پر وکړی دنوموړې اختیار ترڅنګ دنښې له شتون  څخه ځان ډاډمن کړی.

لکه په دا لاندې څیره کې

 اوس به ستاسو په Taskbar کې لکه څنګه چې په دغه پورتنۍ څیره کې ګوری د1,2,3,4 او یوبل نښنا هم وګوری.
0-   اوس په خپل Desktop باندې دری څلور کړکی وازې کړی او ټولې با ید Maximize  کړی نو تا سو به خپل سکرین په لاندې ډول ووینی اوس چې په هر سکرین کلیک کړی هغ به ستا سو مخې ته راوړاندې او غټ وښودل شي.

 

هیله ده ښه مو وایسیږي که له ګوګل نه مو دا انټرنیټ پاڼه وازه نه شوه کړای نو پر دغه لاندې ځای کلیک وکړی.دلته کلیک وکړی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery