مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-10   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

انټرانټ (Interanet)

انجینر زهیر شینواری

انټرانيټ (Interanet)

انټرانيټ يوه وړه خصوصي  شبکه ده چې د يوه سازمان يا يو موسسی په کاری حوزه کې فعاليت کوی او د هغی موسسی يا سازمان د کار کوونکو له پاره فنی او مسلکی اطلاعات خپروي.
 پايه بل عبارت انټرانيټ د هغو پروګرامونو او پروتو کول يا قرار داد (TCP/IP ) څخه استفاده کوی چې په انټر نيت کې هم  کارول  کيږي خو لزوماً په نړيوال انټرنيټ پوری تړلی نه وی.
ONY TCP/IP Network, is not connected to the internet some futures Q Services of internet

د پورتنی تعريف  څخه معلوميږی، چې د انټرا نيټ ټول معيارونه او وړتياوې په انټرنيټ کې هم شتون لري. يعنې انټرانيټ  په عمل کې  د پروتو کولونو او معيارونو څخه د ګټی اخيستنی له پلوه کټ مټ انټرنيټ ته ورته دی . خو په وړه او کوچنۍ سطحه کې. 
انټرانيټ  د اړيکو د دورازې ( Gateway) له لاری داوړتيا  لری چې د انټرنيټ د نړيوالی جال سره هم اړيکی او تماس ولري.
 انټرانيټ څخه استفاده زياتې ګتې لري  چې څو غوره ګټې يې دادي :
• په ازمايښتي توګه د يو ويب سايټ په کار اچونه : په دې حالت کې پروګرام جوړونکي  او استعمال کونکي  کولی شي مخکې له دې چې سايټ  ويب ته ورکړي  د عيب (  Debugging  ) د رفع کولو ، د پروګرام پراخوالي ( Develop   )  او د اطلاعاتو ورکړه (Data Entry  )  په ډاډه زړه تر سره کړي . همدا رنګه چټک سرعت  او د انټرنيت د لګښتونو څخه مخنيوې يې بله ګټه ده
• لوړه امنيتي کچه :  دا چې انټرانيټ د انټرنيټ سره تړلی نه وي نو د هيکرانو يا د انټرنيټي غلو څ خه هم خوندي وي ، هغوي نه شي کولی چې شبکې ته ننوځي او او دشرکت يا موسسې غير مجاز اطلاعات تر لاسه کړي .
• ان اين اطلاعاتي بانک : په ځنو حالاتو کې ويب سايټونه خپل ځانګړي اطلاعاتي بانکونه لري ، انټرانيټ دا زمينه ب ابره وي تر څو چې دغه اطلاعات تايد او تصديق شي  نو بيا ويب ته ورکول کيږي ، مخکې له مخکې ورنه څوک ګټه اخيستلی نه شي.

  اکسټرانيټ ( Extranet) :
يوه خصوصی شبکه ده چې دانټرنيټ  د ټولو پروتو کولونو او معيارونو په مرسته ، د يوی موسسې د همکارانو، م شتريانو او نورو مينوالو د سوداګريزو – سازمانی خبرتياو د خپرولو له پاره جوړيږی.
 د انټرانيټ او اکست انيټ توپير په دی کې دی چې لومړی د يوی موسسی په کاری او سازمانی حوزې پوری اړه لری. په داسی حال کې چې د اکست انيټ د يوه سازمان يا موسسی نه بهر د نورو له پاره يوی شبکی ته د ننوتلو شو نتيا هم برابر وي.ـ يا په بل عبارت که يو شخص  يا يوه شرکت ته اجازه ورکړل شی چې له بهر نه يوه انټرانيټ سره وتړل شی نو اکسټرانيټ منځ ته راځي. ب سيره پر دی ځنې و دوه يا څو انټر انيټو نه کولی شی يو د بل سره اړيکی ولری چی دا اړيکی کيدای شی د انټرنيټ له اری وی او يا هم  له هغه نه بهر منځ ته راشي.
د اکسټرانيټ له ځانګړتياو څخه يو هم خصوصی کيدنه او ټينګ امنيت دي چې د انټرنيټ د ټولو شتوپروتوکولونو او معيارونو په وسيله تنظميږی.
موسسی  او شرکتونه د لاندې لاملونو ه امله له اکسټرانيټ څخه ګټه اخلی:
- د هم علاقه او مينوالو سترو موسسو او سازمانو تر منځ په يو کاری زمينه کې د اطلاعاتو او خبرتياو راکړه ورکړه.
- د الکترونيکی تجارت اوتبلغياتو راکړه ورکړه.
- درقيبو شرکتونو په وړاندې يو د بل سره هماهنګی،  يو والی او مرسته.
- د ګډو طرحو او پرګرامونو په جوړولو   کې ګډون او ونډه اخيستل.
- د نويو کاری حوزو د پيدا کيدو په اړه خبرونه او د بازار د جرياناتو تبادله يا راکړه ورکړه.
د بي ګی په توګه: : د نټ سکيپ (Netscape) او راکل (Oracle) او سان (Sun) شرکتونو د اکسټرانيټ په مرسته وکولی شول چې خپلو تحقي اتی داړيکو پراختيا ته تر هغه وخته ادامه ورکړی څو نوی محصولات لاس ته راوړی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery