مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-11   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دجاوا لنډه پيژندکلوي

                                                              دجاواژبې لنډ شا ید

جاوا ژبه په کال  1991 کې جوړه شوه په لومړیو کې یې د اوک Oak نوم ځان ته اخیستی وو، نوموړې ژبه د جیمز ګاسلینګ تر نظر لاندې د گرین Green نومې پروژې لخو ا مخته تلله.

پسله دې چې  ځان یې د انټرنټ سره ونښلوه نوم یې د اوک څخه و جاوا ته واړوه، تر څو وکولای شي ځان ته تجارتي بڼه ورکړي.، Netscape Navigator په کال 1995 له دې ژبې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، او د خپل پروګرامونه په بعضي حصو کې یې کار تر واخیست.، او په همدې کال په اخیر کې مایکروسافټ خپل په پوستکالو کې وکاروه، له هم هغه وخته جاوا خپل نوم د نړۍ پر مخ پورته کړ.

·        په کال 1996 کې د سن مایکروسیسټم  له خوا یې د Java Development Kit په نامه برخه یې غښتلې کړه.

·         په کال 1997 کې سن Sum کمپنۍ د مایکروسافټ پر ضد شکایت وکړ، او نوموړی شرکت یې په دې تورن کړ چې خپل په  پریکړه لیک باندې وفا یې نه ده کړې او جاو ا یې  په Internet Explorer کې کارولې ده.

·          سن شرکت د JDK2.1 Swing تر نامه لاندې یو بل پوستکالی  د ګرافیکي چارو دپاره و نړۍ ته وړاندې کړ، اوس مهال د نوموړي پوستکالي پنځمه نسخه راوتې ده.

 

جاوا د یوې ژ بې په حیث  د پروګرامونو د جوړولو دپاره توزیع شوې ده، او یوه پيږندل شوې ژبه د نړۍ په سطح ده،نوموړي ژبه  ویوه کا کوونکي ته دا زمینه برابر وي چې ډیر جالبه پروګرامونو  )پوستکالي(، د ویب پاڼو دپاره غښتلي صفحې  او داډول نور زړه وړونکي پروګرامونه جوړ کړي.

اوس م هال کومې ویب پاڼې چې  دچټ کولو، د فورم کې لیکنې خپرول، د محاسباتو اجراء کول ، او دایمیل له لارې د نویو خبرونو لاس ته راوړل.، داټوله دجاوا له برکته دي.

جاوا یوه مستقله ژبه د عامل سیسټم څخه ګنل کیږي، په دې مانا که تاسو یو پروګرام په دې ژبه باندې  جوړ کړی، نوموړی پروګرام بیله کوم بل پوستکالي په کارولو سره په هر سیسټم عامل کې کار ورڅخه اخیستلی شئ، له امنیت له نظره هم ډیره ښه بریښي.

اوس مهالد نړۍ ډیری غټ او واړه شرکتونه له دې  ژبې په کارولو سره  دخپل شرکتونو د اړتیاوړ پوستکالي  جوړوي..

له دې نه وروسته به ددې ژبې له لومړیو پروګرامونو  څخه نیولي بیا تر پورته پروګرامونه پورې به په دې ویب پاڼه کې تاسو ته وړاندې کړم..

 

 

                                                                 تیمورشاه یوسف زی

                                                                 هرات -- افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery