مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-03   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

لمر به بالآخر روښنایی ختمه کړی

انجنیر ارشد نور
لمر به بالآخر روښنایی ختمه کړی
د لمر روښنایی د یوه کیمایوی تعامل په نتیجه کی پیدا کیږی، کوم چی د لمر په سطحی باندی د (5 اربه یا 500 کروړه کاله) څخه شروع ده، او دا عمل به په راتلونکی زمانه کی انجام ته ورسی یعنی ختم به شی، او ددی نه ورسته به د لمر روښنایی ختمه شی، ددی په نتیجه کی به په ځمکه کی ژوند کول هم ختم شی.
د لمر د ژوند د تل نه پاتی کیدو ګواهی په قران کریم کی هم و کوی. فرمایی:
وَالشَّمسُ تًجرِی لِمُسَتقَرٍلَهَا ط ذلِکَ تَقدِيرُالعَزِيزِالعَلِيم
ترجمه:   \'او  لمر \'  هغه به خپل ځای په طرف لاړ شی ـ دا دعلم د خاوند والا زبردست جوړشوی حساب دی (القرآن 38:36)
دلته د ع بی لفظ \"مستقر\" استعمال شوی دی، د کوم نه چی مراد یو ټاکلی مقام یا وخت دی،  په همدی شان د قران کریم فرمان دی چی لمر د یو مقرر مقام په طرف په سفر کی دی او د یو مقرر وخت لپاره به دا د سفر سلسیله جاری وی، یعنی دا سفر به بالآخر ختم شی او لمر به خپله د روښنایی او توانایی ټوله خزانه ختمه کړی-
(نوټ:  د دی په شان مضمون د قران کریم په نورو ځایونو کی هم راغلی دی، مثلا ً \" او هغه لمر او سپوږمی د یو قانون پابند کړی دی- د دی ټول نظام هر شی د یو مقرر وخت پوری روان دی-\" (القران 13:35))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery