مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-23   مخپرونکئ : شمس

دخوست ولايت كې حيرانوونكى غاښ پيداشوى

شمس
دغه غاښ  ۲۹ سانتي متره اوږدوالى ،۲۱ سانتي متره سور،نهه سانتي متره پنډوالى او پنځه كيلووزن لري .
نوموړى غاښ ددې ولايت دكونډيوسيمې دووتنو اوسيدونكيو حاجي حكيم اوحاجي تورنېږدې اووۀ كاله پخواديادې شوې سيمې په يوه تاريخي زېرمه كې پيداكړى اوځان سره يې ساتلى ؤ،دوى دغه حيرانوونكى غاښ په 2007-11-22 نېټه دخوست ولايت موزيم ته وسپارۀ چې اوسمهال ددې ولايت داط٠„اعاتوكلتورپه موزيم كې دى  .
لرغون پوهان وايي چې دادداسې يو ژوي غاښ دى چې نسل يې دپېړيوپه تېريدوسره په Ø¨Ø ´Ù¾Ú“ډول له منځه تللى اوښايي چې زرګونه كاله پخوايې دځمكې په سرژوندكاوۀ .
په تېرامارتي پېركې هم دخوست ولايت دكونډيوپه سيمه كې څوتاريخي زېرمې څرګندې شوې وې چې دوخت واكدارانوڅوك نېږدې نه ورپرېښودل اوهغه مهال چاته داما٠„ومه نه شوه چې په زېرموكې Ú…Ù‡ شى وو .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery