مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-21   مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان

پښتو د كمپيوټر ژبه شوه!

انځورګر

كه څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو كې د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره په لسګونو اكاډمۍ او مركزونه جوړ شوي، چې د حكومت له خوا يې مالي او معنوي ملاتړ كېږي، چې د كار پايله يې هماغه د ژبو بېسارې پراختيا او پرمختيا ده. همدا وجه ده چې نن سبا زياتې ژبې د كمپيوټر او ټنكالوژۍ په برخه كې كارېدونكي او ژوندۍ دي، چې هغه د چا خبره پر نړۍ راج چلوي.

څرنګه چې د لرغونې، وياړلې او خوږې (پښتو) لپاره كوم دولتي مركز او ارګان نه شته، چې روزنه او پالنه يې وكړي، خو داسې ډېر ځوانان او شاه زلمي پيدا كېږي، چې د خپل ملي احساس له مخې په بېلګړي (انفرادي) ډول د يوې ژوندۍ اكاډمۍ په څېر كار كوي.

عبدالله هنرمل يې يو بل خواخوږى دى، چې په يوازې سر يې د كمپيوټر 98، اكس پي او 2000 وينډوزونو لپاره پښتو پروګرامونه جوړ كړي، چې تر 46زياتې ښكلې او ګلالۍ ليكبڼې (فونټونه) لري.

دغه ځوان د پښتو لنډيو يوه غورچاڼ ته هم كمپيوټري بڼه وركړې، چې ښكلې ډيزاين شوي او  هر رديف يې په بېله- بېله پاڼه كې اوډل شوى دى. په دې وروستيو كې يې د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونو ته هم كمپيوټري بڼه وركړې او په ښكلې بڼه يې ډيزاين كړي دي.

د هوسۍ اداره له ښاغلي هنرمل څخه مننه كوي، چې د دغې ادارې په كمپيوټر كې يې پښتو وردننه كړه، هوسۍ به يې دغه همكاري نه هېروي، هان! كه چېرې تاسې هم دغه پښتو وينډوزونه، پښتو لنډۍ، د رحمان بابا او حميدبابا دېوانونه د خپلو كمپيوټرونو لپاره په سي ډيانو كې غواړئ، نو په دې پته اړيكي وساتئ:

د خاد كوڅه، موسى خان جامع جومات ته مخامخ، د ښكلا مجلې دفتر، كندهار- افغانستان.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery