مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په مايکروسافټ وينډوز کې هجري لمريز نېټه!

محی الدين جاهد


 قدرمنو لوستونکو او کمپيوټر پوهانو دادی دلته زه تاسو يوه ټکې ته متوجه کوم او ستاسو اکثريت به هم پرې بلد ياست. هغه داچې ګورئ دادی مايکروسافټ تېر کال د ويسټا وينډوز نړيوال بازار ته وړاندې کړه او هيله ده د وينډوز بله بڼه په ۲۰۱۱ کال کښې منځ ته راشي. نو و وڼو تاسو ټولو په Windows XP کې خو مايکروسافټ د ژبو په برخه کې د پښتو نوم هېڅ ورکړی هم نه ؤ او له نېکه مرغه افغان ځوانانو پخپل مټ او زيار ايکس پي کښې پښتو کارولو لپاره پوستکالي او ليکبڼې جوړي کړې. خو په ويسټا کښې د ايکس پي پر خلاف د ژبو په لست کښې پښتو ځای کړل شوې او ځېنې پښتو ليکبڼې هم له وړاندې پدې وينډوز کښې ځای پر ځای شوې او د ايکس پي هغه مشکل يې له منځه وړی.
 خو وروڼو په ويسټا کښې مايکروسافټ زمونږ د هيواد رسمي کليزې (هجري لمريز کال هندارې) ته ځای ندی ورکړی لکه داسې چې هجري قمري کليزه پکښې ځای پر ځای شوې يا يې خپلې ميلادي (زېږديزي) کليزې ته پکښې ځای ورکړی.
 په ويسټا وينډوز کې که تاسو په کنټرول پېنل کښېRegional and Language Options ته ورشئ او خلاص يې کړئ او بيا د Current Format د لست لاندې Pashto Afghanistan خوښ کړی او بيا لاندې Customize this format تڼۍ کېکاږئ نو تاسو ته به يوه بله کوچنۍ کړکۍ پرانستل شي. که هلته تاسو د Date په Tab کلک وکړئ نو د کړکۍ په لاندينۍ برخه کښې به تاسو د Calendar Type مخامخ په لست کې دوه ډوله کليزې وګورئ چې يوې ته به يې ليکلې وي [ لمريز هجري] او بل به ليکلې وي [Georgian Localized] چې دا همدا د دوی مي ادي يا زمونږ په اصطلاح زيږديز کليزه ده. که تاسو هغه لمړنۍ کليزه يانې لمريز هجري کليزه خوښه کړئ ستاسو د وينډوز نېټه به په هجري قمري کليز واوړي نه په لمريز هجري. خو که مو دا دويم کليز Georgian Localized وټاکه نو ستاسو د کمپيوټر نېټه به ميلادي وګرځي خو د مياشتو نومونه به يې د پښتو وي لکه وری، غويی، غبرګولى... يانې د جنوري پر ځای به ليکلې وي وری، د فروري پر ځای به ليکلې وي غويی او .... د ډسمبر پر ځای به ليکلې وي کب.
 چې مانا يې دا شوه دوی غواړې پر مونږ خپل ميلادي کليز ومني او مهمه نده که يې مياشتې د پښتو په بڼه وي (دوی ته مهمه نده که يې مياشتي پښتو نومونه هم ولري). دلته دا خبره هم را ولاړېدای شي کېدای شي د مايکروسافټ والو غلطي کړې وي، يا به يې سم او ک ه مالومات او لارښونې پدې هکله نه وي تر لاسه کړې. خو بايد دا ووايو داسې نده دا خلک چې په يوه وينډوز پنځه پنځه کاله وخت وباسې او په ملياردونو ډالر پرې لګوي او په زرهاؤ وګړي او پروفيسران پرې کار کوي داسې غلطي نه کوي. که غلطیانې کېدای نواوس به په ويسټا کې ډيری شيانو سم کار نه کاوه او ډېرې کميانې او غلطيانې به موجودي وې. او بله خبره داده دا خو دومره ګران او پټ کار ندی چې دوی يې په هکله مالومات نشې راغونډولای او چاره يې نلرله.
 نو ورڼو په ويسټا کې خو دا کار وشو، خو وروڼو اصلي خبره داده  دداسې کارونو د کېدو او غلطيانو د مخنيوي يا د لا ښونو او دا ډول تخنيکي پرېکړو او مرستو لپاره بايد زمونږ په هيواد کښې يوه مالومه او مشخصه ټولنه موجوده وي او له نړيوالو سره پدې هکله خبرې وکړای شي. او هم همدارنګه بايد مونږ پرې نږدو زمونږ ژبه همداسې خواره او غريبه پاته شي، بايد مونږ ددې لپاره په هر ډګر کښې کار وکړو او زيار وباسو. بايد هڅه وکړو په راتلونکو وختو کې د دوهم ځل لپاره د داسې غلطيانو مخنيوی وشي او پدې هکله خپله هڅه او هاند وکړو.
  که رښتيا ووايو ګورئ پرته لدېنه چې په وينډوز کې زمونږ کمپيوټر پوهانو يواځي د پښتو ليکلو او لوستلو اساني راوستې او يو څو پښتو وييپانګې يې کم پيوټري کړې نور يې کوم کار کړی. دا کارونه هم پر ځای دي او په رښتيا د ستايلو او درناوي وړ دي هر چا چې لږ زيار او زحمت هم ايستلی اجر او ثواب يې له څښتن تعالی سره پر ځای دی. خو بيا هم که تاسو نورو ولسونو ته پام وکړئ په هر ګر کې يې خورا زيات کارونه کړې په سلهاؤ او زرهاؤ ډوله پوستکالي او نور مواد يې تيار کړي. او د تخنيک په ډګر کې يې خپلو هيوادوالو ته ډيری سهولتونه برابر کړي. مونږ لا تر اوسه لمريز هجري کليز  چې د  کوچني پوستکالي په بڼه زمونږ په کمپيوټرو کې انسټال کړی شي نلرو او همداسې ډېر نور لوی او واړه پوستکالي. که تاسو د مايکروسافټ يا ګوګل Gadget Gallery ته ولاړ شئ خلکو په زرهاؤ او سلهاؤ کوچني پوستکالي جوړ کړې حتی ايرانيانو هم. هلته ايرانيانو په فارسي بڼه لمريز کليزې جوړې کړې او داسې نور.
 ګورئ دلته هم ډېری خبرې دي، يو خو داچې شرقي او غربي استعمار تل له ډېرو پټو لارو او لاسونو څخه د داسې کارونو د کېدو مخنيوی کړي او کوي څو ملتونه پخپل ځان تکيه نشي او دوی ته اړ او محتاج وي لکه نن چې مونږ ن د افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو په چارو کې ددوی لاسوهنې وينو. بل يې دا چې زمونږ اکثره هغه ځوانان چې په علمي او تخنيکي ډګر کې يې څه لوستلې اقتصادي توان نلرې او منظم دولت او حکومت نشته څو دوی لازيات ملاتړ او حمايه کړي او ويې ستايې او ويې هڅوي او د دوی د مشکلاتو د حل لپاره له دوی سره مرسته وکړي او فرصت ورته پيدا کړي څو داسې ستر او واړه کارونه پای ته ورسوي. بل دا چې د هيواد دې راوروستو څو لسيزو ناخوالو او نادودو زمونږ ظاهري او معنوي شتمنيو ته سخت زيان ورساوه او بې شمېره رسېدلې او لوستي افغانان يا ووژل شول يا ډېر ځوانان په بهرنيو هيوادونو کې اوسې او هيواد ته د تللو لپاره هېڅ زړه هم نه ښه کوي او ددې هيوادونو په ورځني ژوند کې مصروف او ورک دي او هغوی ته کار کوي.
 نو هيله ده زمونږ ځوانان به لکه چې وينو يې اس په کار دي نور د پخوا په شان لاس تر زنې نه کښېني او د خپل هيواد او هيوادوالو د سوکالۍ او پوهاوي لپاره به تل لاس په کار وي. الله تعالی د مونږ او نورو ټولو ته ددې توفيق راکړي، آمين.

په د ناوي
           

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery