مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-07   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

د Excel پروګرام د څه لپاره ؟

یوسفزی

د Excel  پروګرام د څه لپاره ؟

اکسیل داعدادو لپاره یو تجزیه وي او محاسبوي پروګرام  دی ، چي ترډېره نن ورځ په سوداګریزو دفترونو کي ورڅخه کال اخیستل کېږي ، دایکسیل آسانتوب هر چاته ددې اختیار ورپه برخه کوي چي ددې پروګرام په کا ولو سره خپل په چارو کي ورڅخه بشپړه ګټه واخلي .

داکسیل پروګرام ځانګړي خصوصیات په دوو برخو ویشل وي :

۱:- داکسیل څخه دیوه محاسبوي پروګرام په څېر کاراخیستنه :

په دې برخه کي ، دبېلابیلو کمانډونو او توابعو (Functions) په کاروني سره ، کولای شئ چي یو لړ ار امو باندي دریاضي څلور عملیې (جمع ، منفي، ضرب او تقسیم )  اجراء کړئ ، په دې سربېره تاسو کولای شئ ، نوري  پېچلي ریاضيکي او مثلثاتي سوالونه پکي حل کړئ .

نوموړې برخه ډېره ساده او آسانه ده ، چي هر څوک کولای شي دلږ زده کړو وروسته ورڅخه کار واخلي ، تاسو به لږوړاندي په دې هکله بېلابیل مثالونه ووینئ .

۲:- داکسیل پروګرام څخه دیوه توکبنسټ (Database)  په څېر کاراخیستنه :

اکسیل کي دتوکبنسټ جوړول یو څه مشکل کار ښکاري ، هغه په دې چي دتوکبنسټ د جوړولو لپاره بعضي چاري باید دپروګرام لیکلو په صفحه کي ترسره سي ، چي اکسیل هم ځان ته د ویژول بیسک دپروګرام لیکلو یوه برخه لري ، چي باید ټول د کوډونو په وسیله مشخصات او شرطونه ورته کېښودل سي .

کومي چاري چي دیوه توکبنسټ په وسیله جوړ شوي وي ، کارونه یې ډېره آسانه او همدا ول ټول مواد یې په ښکلي بڼه منظم سوي وي .

ددې لپاره چي ډېر غټ او پېچلی توکبنسټ جوړ کړئ ، باید ددې لاندي پروګرامونو څخه کار واخلئ ، ځکه په اکسیل کي ډېر پېچلي توکبنسټونه (Databases) نه جوړېږي .

دپروګرامونو بېلګه :

1:- MS Access

2:- SQL

3:- MySQL

4:- DB2

5:- Oracle

او داسي نور ...


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery