مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-22   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات ( ۵ برخه )

یوسفزی - هرات

 

پوښتنه : کوم لمونځ چي تروخت مخکي وسي دهغه حکم څه دی؟.

ځواب : دهرلمانځه لپاره وخت ټاکل سوی دی نوبايدهرلمونځ پرخپل وخت وسي . که یولمونځ ترخپل ټاکلي وخت مخته وسي نودهغه سړي لمونځ نه سيي کیږي .

پوښتنه : آیا خوراک اوڅښاک اودس ماتوي؟.

ځواب :  نه! .

پوښتنه : په سفر کي دسهار لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : ۲ کعته .

پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : ۲ رکعته .

پوښتنه :  په سفر کي دمازېګرلمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : دوه رکعته .

پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب :درې رکعته .

پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب: دوه رکعته فرض سره له درورکعتو وتروخــــودابایدپه یادولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدارنه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوارنه وي نوسنت بایدهرومروپوره اداء کړي .

پوښتنه :  دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل سي کوم دي؟

ځواب :

*      تندی  او پوزه

*      دلاسونو ورغوي .

*      دواړه زنګونونه .

*      ددواړوپښوقدمونه .

پوښتنه :  دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ود يږي ؟

ځواب : دامام راسته لاس ته .

پوښتنه :  د جنازې دلمانځه حکم څ ه دی؟

ځواب  : فرض کفایه .

پوښتنه  :  که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟

ځواب :  روژه یې نه فاسدیږي .

پوښتنه :  په جماعت کي ترټو وغوره صف کوم صف دی؟

ځواب : لومړی صف .

پوښتنه :  کورته دننوت ودعاء کومه ده ؟

ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .

پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟

ځوا ب :  بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .

پوښتنه :   د ‌آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟

ځواب  :  هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی ا صلاه ) او (حی علی الفلاح)   وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .

پوښتنه :  کله چي یو مصیبت پېښ سي نوڅه بایدوویل سي ؟

ځواب : (انا لله واناالیه راجعون ) .

پوښتنه : دروژه مات پروخت کومه دعاویل کیږ ي؟

ځواب :  ذَهَبَ الظَــلْمَاءُ وَابْتَ َتِ الْعُرُوْقُ وَثَبَتَ الْاَجْرُاِنْ شَاءَ اللهُ.

پوښتنه : تررکوع وروسته څه ویل کیږي ؟

ځواب : (سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ – رَبّنَاوَلَکَ الْحَمْدُ ) .

پوښتنه : له خوبه ترپاڅېدووروسته کومه دعاء ویل کیږي؟.

ځواب :   (اَلْحَمْدُلِلّهِ الَّذِيْ اَحْیَانَابَعْدَمَااَمَاتَنَاوَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ )

پوښتنه : دناروغ دلیدوپرمهاکومه دعاء ویل کیږي؟.

ځواب : ( َابَاْسَ طَهُوْرٌاِنْ شَاءَ اللهُ ) .

پوښتنه :  کله چي یوه غونډه یا مجلس پای ته رسيـــږي کومه دعاء ویل کېږي؟.

ځواب : (سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الاانت استغفرک واتوب الیک )

پوښتنه:  د ډوډۍ ترخوړلو مخکي څه ويل کيږي؟.

ځواب :  (بسم الله ) .

پوښتنه :  دډوډۍ ترخوړلووروسته څه ويل کيږي؟.

ځواب : (الحمدلله الذي اطعمني هذا و زقنیه من غیرحول منی ولاقوه )

پوښتنه : چاته قوي انسان ويل کيږي؟.

ځواب : هغه شخص چي دغوسې په وخت کي خپل ځان کنټرول کړي .

پوښتنه : دغوسې په وخت کي څه ويل کيږي؟.

 ځواب : (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیْمِ ).

پوښتنه : دپرچ په وخت کي څه ويل کيږي؟.

ځواب : (اَلْحَمْدُلله ) .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery