مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-06   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

شبکه څلورمه برخه : Domain Controllers

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

Networking Basics: Part 5 - Domain Controllers

په تیره برخه کې مودکمپیوټر په مختلفو رولونو خبرې وکړې  چې یو له هغو څخه Domain Controller واوس به په دې هکله نوروغږیږو اووبه څیړو چې Domain Controller  څه شی دی اوپه شبکه کې څنګه کارکوي .

په لومړی توګه ډومین دکارونکواوکمپیوټرونودګڼونونویوه ټولګه ده چې دګروپ په بڼه سره راټول شوي وي اوله یوې مرکزې نقطې څخه یې دسنبالښت چارې ترسره کیږي .اودادډومین کنټرولر دنده چې له یوې مرکزې نقطې څخه دکارونکواوکمپیوټرونودسنبالښت چارې ترسره اوپه کارواچوي .

راځو دې ته چې ولې Domain Controller دومره ارزښت لري .تاسو ته معلومه ده هرکمپیوټر چې دوینډوز ایکس پي درلودونکی وي په خپل ځان کې له پیټه جوړشوي (Built in) دکارونکو ګڼوڼه په ځان کې  لري اوهمداراز تاسو کولای شی نوردکارونکو ګڼونه هم پکې جوړ کړی نودغه ټول دکارونکو ګڼوڼه په همدغه کمپیوټر کې دشته منابعودکنترول لپاره کارولی شی مګر دشبکې دمنابعو دکنترول اوسنبالښت لپاره یې نه شي کارولی ځکه خودغه ډول ګڼونونوته (Local user accounts) وايي اوس خبره داده چې په همدغه کمپیوتر کې شته ګڼونونه اودAdministrator ګڼون کولای شي ددغه کمپیوټر چارې سنبال اوکنترول کړي مګر دهمدغه کمپیوټر ګڼونه دهغونورومنابعودکنترول اوسنبالښت لپاره چې دشبکې په نورکمپیوټرونو کې شتون لري نه شي کاریدلی که چیرې داسې یوه چاره ترسره کول وي چې باید دشبکې په ټولو کمپیوټرونو کې ترسره شي اودهر کمپیوټر دخپلو ګڼوڼو له لارې ترسره شي نودابه زموږ کار څومره اوږد اوله کړاوڅخه ډک کړي ځکه په فزیکي توګه باید هر کمپیوټر ته ورشو اوپه همدغه کمپیوټر کې دشته ګڼون له لارې باید خپله چاره ترسره کړوکه چیرې شبکه مووړوکې وي بیاهم خیر مګر که تاسو دیوې سترې شبکې درلودونکي یاست نودیوې وړوکې چارې ترسره کول به هم ستاسو ډیر وخت واخلي . اوس که تاسو یو Domain Controller ولری نوستاسو کاربه ډیر اسانه شي اوتاسو به بې له دې چې هر کمپیوټر ته په فزیکي توګه ورشی له همغې مرکزي نقطي څخه چې Domain Controller نومیږي په ډیره اسانۍ سره خپلې ټولې اړینې چارې په Domain Controller دشته ګڼونو له لارې ترسره کړی .بل لامل چې مونږ ولې Domain Controller کاروو دادی چې که چیرې تاسو یو کمپیوټر کاروی اوهغه ګڼونونه چې په دغه کمپیوټر کې شتون لري کاروی اودغه کمپیوټر دکومې ستونزې له امله له منځه ولاړ تاسو نشی کولای هغه ګڼون چې په نوموړي کمپیوټر کې موکارولو په نوروکمپیوټرونو کې په سمدستي توګه وکاروی بلکه دهمدغه کمپیوټر لپاره به په همدغه کمپیوټر کې نوی ګڼون پرانیزی اوبیا به یې په مټ همدغه کمپیوټر کاروی اوخپلې چارې  به پرمخ بیایی . مګر که ستاسو ګڼون په Domain Controller کې جوړشوی وي ددغه ګڼون له لارې تاسو کولای شی دشبکې په هرکمپیوټرکې کاروکړی په دې شرط چې کمپیوټر به دډومین غړی وي . مایوازې یوڅونمونې دډومین دګټو په توګه تاسو ته وویل ډیر داسې نور دلایل شته چې دډومین دکارولو ارزښت په ګوته کوي .اوس به دډومین دکارولو په فلسفه څه ناڅه پوه شوي یاست .

یوه بل مهم توکی چې په Domain Controller کې باید پرې پوه شو هغه Active Directory ده چې دټولو هغو توکیو چې په Directory کې شتون لرې دمخزن په نامه هم یادیږي . لکه دکارونکوګڼونونه، دکمپیوټرونو ګڼونونه اوداسې نور.

هیره ده نه وي چې دDomain Controller یوه بله مهمه دنده Authentication دی نهAuthorization  .په دې مانا چې که کوم کارونکی غواړي دخپل کارن نوم اوپټ نوم له لارې دډومین کوم کمپیوټر ته ننوزي نولومړی Domain Controller ګوري چې دغه کارن نوم اوپټ نوم له ده سره شتون لري اوکه نه که له ده سره یې شتون درلود اوسم وونو دننوتلو اجازه ورکوي مګر Domain Controller کارونکي ته دانه وایي چې دکومې منبع  دکارولو حق لري اودکومې نه لري.ځکه په شبکه کې دمنابعو دکارولو اونه کارولو کنترول دبل شي په مټ ترسره کیږي چې دAccess Control Lists(ACLs) په نوم یادیږي .

په سپيڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery