مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-10   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دیوې صفحې او یاکړکۍ عکس واخلئ .

 

 

بعضي وختونه داړتیا له مخي دوینډوز او یاهم دبعضو فایلونو  دعکسونو درلودل ډېر اړین وي چي باید خپل دمطلب سره دیوه څرګند او واضع پیغام په خاطر ، مل کړئ ، ددې کار داجراء کېدو لپاره تاسو ولاندي مطلب ته رابولم .

 

دعکس اخیستو لپاره :

۱:-  له دې لاندي کارونو څخه یو ئې عملي کړئ .

·        د ټولي صفحې دعکس اخیستني لپاره د Prt Scr  تڼۍ کښېکاږئ .

·        دیوې خاصي کړکۍ او یا فولډر دعکس اخیستني لپاره ، لومړی هغه کړکۍ یا فولډر راخلاص  او بیا د alt په نیولو سره د Prt Scr تڼۍ له کیبورډ څخه کښېکاږئ .

۲:- کله چي مو دخپل داړتیا وړ عکس له یوې کړکۍ څخه واخیست ، دایدیټ لپاره ئې په یوه پروګرام کي Paste  کړئ ، دبېلګي په توګه د Ms Paint پروګرام کي .

 

ددې پروګرام دخلاصولو طریقه :

 ۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .

۲:- د All Program دکلیکولو وروسته د Accessories مېنو انتخاب کړئ .

۳:-  له څرګندي سوي مېنو څخه د Paint پروګرام کلیک کړئ ، ترڅو نوموړی پروګرام درته خلاص سي .

۴:-  دپینټ پروګرام دخلاصېدو وروسته د Edit مېنو څخه د Paste کمانډ ووهئ چي ستاسو مخکنی اخیستل سوی عکس سرېښ کړي .

اوس کولای سئ چي خپل تغیرات پراخیستل سوي عکس راولئ .

 

دایدیټ لپاره دغه پروګرامونه هم استعمالولی سئ .

Adobe Photoshop

Photoshop Elements

Microsoft Digital Image

Picture It

Ulead's Photo Impact

یاهم  Photo Express

 

تېمورشاه یوسفزی –هرات

نېټه  ۲۰۱۰/۰۲/۱۰

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery