مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-11   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دتېروتنو درپوټ بندول

کله

کله چي وینډوز ایکس پي دیولړ ستونزو سره مخ سي ، هره ستونزه دیوې تېروتني پيغام (Error Message) په بڼه تاسو ته ښکاره کوي او درنه غواړي چي دحلېدو لپاره ئې دمایکروسافټ ویب پاڼي ته راجع سئ .

البته کله چي تاسو انټرنیټ ولرئ باید ستونزه راجع کړئ او که انټرنیټ ته ستاسو کمپيوټر وصل نه وي ، بیا اړیاست چي نوموړی پيغام بند کړئ او خپل کار ته دوام ورکړئ .

ددې لپاره چي دغه مزاحمت ستاسو له نظره لیري پاته سي ، دغه لاندي موضوع تعقیب کړئ.

۱:- د ډیسک ټاپ پرصفحې د My Computer ایکن د ښي لاس کلیک کړئ ، که دغه آیکن پر ډیسک ټاپ موجود نه و، نو د سټارټ مېنو څخه My Computer پيداکړئ ، که بیا هم نوموړی آیکن دسټارټ مېنو پر مخ نه څرګندېده ، دغه لاندي کارونه ترسره کړئ .

· a: د Desktop صفحې پریوه خالي ځای دښي لاس کلیک وکړئ .

· b: له څرګندي سوي مېنو څخه د Properties کمانډ انتخاب کړئ .

· c: یوه کړکۍ راخلاصیږي ، له دې کړکۍ څخه د Desktop برخه کلیک کړئ .

· d: دکړکۍدلاندي موقعیت څخه د Customize Desktop تڼۍ کلیک کړئ .

· e: یوه بله کړکۍ راپرانیستل کیږي د General کړکۍ څخه د My Computer خوښ بکس وټاکئ.

 

f:- د Ok تڼۍ ووهئ .

g: اوس بیرته تاسو مخکنۍ کړکۍ ته راستنېږئ ، ددې کړکۍ څخه هم د Apply اوبیا د OK تڼۍ کښېکاږئ .

h: اوس به د Desktop پرصفحې د My Computer آیکن راغلی وي .

۲:- د Properties کمانډ له څرګندي سوي مېنو څخه انتخاب کړئ .

۳:- دښکاره سوي کړکۍ څخه د Advance ټوپ (tab) کلیک کړئ .

۴:- دکړکۍ دلاندي برخي دښي اړخ څخه د Error Reporting تڼۍ کښېکاږئ .

۵:- د Disable Error Reporting ټاکنه انتخاب کړئ ترڅو دتېروتني پيغام ددې نه وروسته ستاسو مخي ته ظاهر نسي .

 

په دې

په دې سربېره که غواړئ چي تاسو له خطرناکو او مهمو ستونزو څخه خبر کړي ، لاندي خوښ بکس

But Notify Me When Critical Errors Occur)) انتخاب کړئ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery