مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

په کمپیوټر کي یوه ویب پاڼه بنده یا بلاک کول

عبدالغفارجُبیر

پخپل کمپیوټرکی تاسی اوس کولای سی چی هروخت ویب پاڼه چی تاسی ئې نه غواړی چی خلاصه ئې کی هغه ویب پاڼه بلاک(بنده ) کی، اوتربلاکېدووروسته بیاداویب پاڼه ستاسوپه کمپیوټرکی څوک نشی خلاصولای۔
ددې بندېدولپاره زښته ډېرسافټویرونه په مارکېټ کی شتون لری، اوځنی سافټویرونه خوئې ډېرمشکل، پېچلې اوورڅخه ګټه هرڅوک نشی اخیستلای؛ خوبرعکس زه اوس غواړم چی په ډېره اسانۍ سره پخپل انسټالېشن شوی وینډوزکی په ډېره هوسایی سره دروښیم۔چی داطریقه په سلوکی سل ګټوره اواسانه ده چی وخپلوموخوته تاسی په ډېره اسانۍ سره رسېدلای سی۔
ترټولولومړۍ تاسی وهغه ډرایوته ولاړشی چی تاسی وینډوزپکښې انسټال کړیدی، دبېلګې په ډول سره تاسی خپل وینډوزپه
C:\
په ډرایوکی انسټال کړیدی اوددې لاره داده:
C:\windows\system32\drivers\etc
دمثال په ډول سره دایی لاره ده، کله چی تاسی د (سی ډرایو) وګوری نوسترګې به ضرورپر
Host
نومې فایل باندی ولګیږی اوتاسی دافایل د
له لارې په (ورډپېډ) کی خلاص کی چی ستاسې سترګې به پردغه کوډباندی ولګیږی Open with
127.0.0.1 Local Host
اوتردې کوډلاندی
URL
لیکل سوی دی چی مطلب ئې دادی چی تاسی د ویب پاڼې ادرسونه ورکولای شی کوم تاسی ئې غواړی چی بلاک ئې کی که یوادرس وی اویاکه ډېروی دمثال په ډول سره:
127.0.0.1 Local Host
127.0.0.1 www.juabir.com
چی ددې مطلب داسو چی دغه دجُبیرپه نامه ویب پاڼه اوس موږ (بلاک) کړل اوتاسی کولا ی سی چی دیوه څخه ډېرویب سایټونه ورکی اوهغه ټول بلاک کی، اوس ددې لیکلوڅخه وروسته و (فایل مینو) ته ولاړسی اودادد(ورډپېډ) صفحه تاسی (سېو) کی چی ددې څخه ورسته که تاسی واینټرنیټ ایلسپلورل ته ولاړسی اویابل دنیټ بروزروی لکه ګوګل کروم، اوپېرا اویاهم فایرفوکس نوداویب سایټونه بلاک سول اونه خلاصیږی۔
اوس که تاسی غواړی چی دغه ویب پاڼې چی تاسی بلاک کړیدی اواوس غواړی چی (ان بلاک) یعنی خلاص ئی کی نوبیرته تاسی و(ورډپېډ) ته ولاړسی اوهغه نومونه چی تاسی ورکړی هغه ټول ایسته کی او(سېو) ئی کی اود (ورډپېډ) صفحه بنده کی هغه ویب سایټونه چی تاسومخکی بلاک کړی وه هغه به بیرته خلاص سی۔
په اسلامی پاکه مینه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery