مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-15   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دSystem Restore برخه غیرفعاله کړئ

تېمورشاه یوسفزی

په خپلسر ایکس پي وینډوز  دټولو هغو سیستمي فایلونو څخه  یو  بک آپ (Backup)  د System Volume Information  په پوښۍ کي ذخیره کوي ، چي داخپله دیوه هارډدیسک دفضا دکمولو سبب ګرځي .

که تاسو نه غواړئ  چي دغه فضا د  سیستم فایلونه لخوا ونیول سي ، نو دغه لاندي  لارښود عملي کړئ .

 

۱:- سټارټ مېنو څخه کنټرول پانل راخلاص کړئ .

۲:-  د System پروګرام  کلیک کړئ .

۳:- اوس د System Restore ټوپ کلیک او دTurn Off System Restore on All Drives  خوښ بکس ټیک مارک کړئ .

 

۴:- د Apply تڼۍ باندي کلیک وکړئ ، ترڅو ورکړل سوي تغیراتو ته مؤثریت وبخښي .

اوس کولای سئ د System Volume Information  پوښۍ ړنګه کړئ .

 

یادونه : که تاسو دغه ټاکنه غیرفعاله کړئ ، ستاسو وینډوز به ددې توانايي ونه لري ترڅو دیوې ستونزي په وخت کي د System Restore پروګرام وکار وي اوځان  و مخکني حالت ته ستون کړای سي .

 

تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۵

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery