مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-31   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

دنوکیا درمضان پوستکالی

ثواب الدین مخکښ

په نړۍ کې دموبایل جوړونې په صنعت کې مخکښه نوکیا کمپنۍ دنړۍ دمسلمانانو په ځانګړې توګه دمنځني ختیځ مسلمانانو ته داسې موبایل پوستکالی جوړکړ چې درمضان دپوستکالي (Ramadan Application) په نوم یادیږي . یاده دې وي چې نوکیا دغه پوستکالی په وړیا ډول له خپلو هغو موبایلونو سره چې ددې پوستکالي دچلولو وړتیا ولري ورکوي اوهمداراز کولای شي له لاندې  ګورتځای څخه یې په وړیا ډول ترلاسه کړی :

https://store.ovi.com/channel/1891

تاسو کولای شی له https://store.ovi.com څخه دخپلو موبایلونو لپاره راز راز پوستکالي راولیښی .

دغه پوستکالی په ځان کې قران کریم لري چې تاسو کولای شی ددغه له دغې لارې یې تلاوت کړی همداراز تاسو کولی شی دمختلفو قاریانو په مټ تلاوت شوی قران راولېښی، همداراز نبوي احاديث ، راز راز ذکرونه دعربي ژبي زده کړه دلمانځه وختونه په زرو مختلفو اسلامي ښارونو کې دقبلې لوری دمکي معظمې اومدینې منورې په هکله لارښود اونور په زړه پورې دیني توکي خپل موبایل ته راولېښی . نوکیا وایي چې ددغه پوستکالي ټول توکي دالازهر پوهنتون لخوا منل شوي دي .

په سپېڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery