مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کمپیوټر قلف کول د Shortcut پوسیله

شهیم نجات


که غواړی خپل کمپیوټر Lock کړی او خپل وخت مو ضایع نکړی نو ددی کار لپاره یو شارټ کټ د ډیسکټاپ پرمخ یا Quick Launch کی اضافه کړی ترڅو په یو کلیک سره خپل کمپیوټر قلف کړی نو ددی کار لپاره لاندی مراحل طی کړی:
۱- ډیسکټاپ په سر رایټ کلیک کړی او بعد له هغه نه له New  څخه Shortcut انتخاب کړی
۲- اوس تاسو ته یو بکس ښکاریږی په بکس کی Type the location of the Item  په قسمت کی لاندی عبارت ولیکی:

rundll32.exe user32.dll,LockWorkStation user32.dll,LockWorkStation

۳- د Next  په دکمه کلیک کړی او خپل شارټ کټ ته نوم ورکړی بعد له هغه نه د Finish  په دکمه کلیک کړی
اوس هرکله چی ددی شارټ کټ پرمخ کلیک کړی نو کمپیوټر مو قلف کیږی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery