مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکیټ : لغمان بدخشان او کندوز تخار ته ماته ورکړه

جواد

دکرکټ ولایتي غوراوی سیالیو کې که بدخشان ته لغمان ماتې ورکړه خو کندوز تخار مات کړ

د افغانستان د کرکټ د ولایتي غوراوی سیالی په دوران کې چې د ننګرهار په دوو لوبغالو( مارکو، بهسودو ) کې روانې دي. څلورو لوبډلو له یوه بل سره لوبې وکړې.

لمړی د مارکو په لوبغالي کې د شوي لوبې حال احوال:

پدې لوبغالي کې د کندوز او تخار ولایت ترمینځ لوبه وشوه، پچه د تخار لوبډلې وګاټله او خپله یې په توپوهنه پیل وکړ. دا لوبه چې ۴۰ اوریزه لوبه وه، د تخار لوبغاړې پکې ښه ونه ځلیدل،  او ټول لوبغاړي په ۱۷ اور کې په ۶۷ منډو باندې وسوځیدل، د منډو دا شمیره په روانو سیالیو کې تر ټولو ټیټه شیمره ده، لدې  وړاندې یوې لوبډلې هم دومره لږې منډې نه وې جوړې کړي.

بیا چې کله کندوز د لوبډلې په توپوهنه پیل وکړ، لوبغاړو  یې په ډېرې بیړې سره وکړایشول، چې ټاکل شوی هدف په ۱۲ اورکې پورا کړي، که له یوې لورې دغې لوبډلې  په دومره لږو اورونو کې ټاکل شوی هدف پورا کړ له بلې لورې یې هیڅ یو لوبغاړی هم اووټ نشو. دا هم پدې روانو سیالیو کې لومړنی لوبډله ده چې بې له کومې ویکټې یې لوبه وګټله. پدې لوبه کې غوره لوبغاړی شاه محمود شو. شاه محمود په ۵ ویکټې واخیستې او ۲۳ مندې یې هم جوړې کړې.

او دا هم د بهسودو په لوبغالي کې د شوي لوبې صورت حال:

 د بهسودو په لوبغالي کې د بدخشان او بغلان ولایت لوبډلو د یوه او بل په وړاندې لوبه وکړه. پدې سیالی کې پچه د بدخشان ولایت لوبډلې وګاټه او ټوپوهنه یې هم خپله پیل کړه. دغې لوبډلې په ۳۳ ارونو کې ټول لوبغاړي د لاسه وکړل، خو ۱۶۵ منډې یې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه.

ورپسې چې د بغلان ولایت لوبډلې په بیټینګ يا توپوهنې پیل وکړ، دوې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره ټاکل شوي هدف ته  په ۳۵،۲ اورونو کې ځانونه ورسول او دا لوبه یې له بدخشان وګټله. پدې لوبه کې شیرمحمد شیرزی د لوبې غوره لوبغاړی شو، نومړی چې د بغلان ولایت لوبډلې کېپتان هم دی، په شوي لوبه کې یې ۳ ویکټې واخیستې اوهم یې ۸ منډې جوړې کړې.

پدې روانو لوبو کې لغمان او کوچیان بل پړاو ته وتي دي. دبل پړاو لوبې به دروانې مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه باندې په کابل کې کیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery