مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پلازمينه كابل كي د باسكټبال لوبي رواني دي،نوموړي

رفيع الله غورځنګ
په پلازمينه كابل كي د باسكټبال لوبي رواني دي،نوموړي سيالي د پنځو ولاياتو ترمنځ ترسره كيږي.
د باسكټبال په دغه لوبو كي پنځه كلوبونه د كندهار ،هرات، لوګر،بلخ،ننګرهار،څخه برخه اخيستي خو د كابلولايت څخه پكښي دري ټيمونه ګډون لري.
دغه سيالي د المپيك ملي كميټه په جمنازيم كي په لاره اچول سوي دي.
د باسكټبال فدراسيون چارواكي وايي چي پدغه سياليو كي هر هغه لوبډله چي اتلولي ترلاسه كړي،هغه به په اسيايي لوبو كي ګډون وكړي.
ټاكل سوي ده چي يوه مياشت وروسته په تاجكستان كي د باسكټبال اسيايي لوبي تر سره سي.
په دي د هيواد د ملي المپيك كميټي د رسنيو څانګي مسئول مجيب الرحمن رحماني وايي(( پدغه لوبو كي د سمندر او ښاروالي ټيمونه پايلوپي ته وتلي دي او د يك شنبه په ورځ به يو د بل سره لوبي وكړي،د نوموړو لوبو دريم مقام هرات ولايت وګټي،او پدغه لوبو كي هغه لوبډله چي لومړي مقام وګټي هغه مونږ په اسيايي سياليو كي د ګډون لپاره بهر ته استوو.))
ددي ترڅنګ سبا په كابل كي د ښځينه وو، د باسكټبال او واليبال لوبي ښځو د نړيوالي ورځي په وياړ تر سره كيږي.
په يادو سياليو كي به څلور د باسكيټ بال او څلور د واليبال لوبډلي يو د بل سره د دوو ورځو لپاره ډغري ووهي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery