مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پلازمينه كابل كي د باسكټبال لوبي پاي ته روسيدي

رفيع الله غورځنګ
 په نوموړو لوبو كي كندهاري لوبغاړي څلورم سول.
د باسكټبال دغه لوبي په كوردننه د د شپږو كلبونو ترمنځ په پلازمينه كابل كي په لاره اچول سوي وي،چي څلور ورځي يي دوام وكړ.
د باسكټبال په دغه لوبو كي د اته كلوبونه څخه ۹۶ تنه لوبغاړو برخه درلوده.
په نوموړو سياليو كي د كندهار ،هرات، لوګر،بلخ،ننګرهار،څخه پنځه لوبډلو برخه اخيستي وه،خو د كابل څخه دري ټيمونه پكښي ګډون كړي وو.
دغه سيالي د المپيك ملي كميټه په جمنازيم كي په لاره اچول سوي دي.
د باسكټبال په دغه لوبو كي د كابل دوو لوبډلو لومړي او دوهم، د هرات لوبډلي دريم او د كندهار ډلي څلورم مقام خپل كړ.
د باسكټبال فدراسيون چارواكي وايي چي پدغه سياليو كي به اتله لوبډله وكولاي سي،چي په اسيايي لوبو كي ګډون وكړي.
ټاكل سوي ده چي يوه مياشت وروسته په تاجكستان كي د باسكټبال اسيايي لوبي تر سره سي.
ددي ترڅنګ د دوشنبه په ورځ په كابل كي د ښځينه وو، د باسكټبال او واليبال لوبي ښځو د نړيوالي ورځي په وياړ لوبي پيل سوي.
په يادو سياليو كي څلور د باسكيټ بال او څلور د واليبال لوبډلي يو د بل سره د دوو ورځو لپاره لوبي كوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery