مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان دبایسکل ځغلوني لوبډله پاکستان ته ورسیده

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د بايسكل ځغلوني ډله ګاونډي پاكستان ته د بايسكل ځغلوني په لوبو كي د ګډون لپاره ياد هيواد ته ورسيده.
تيره ورځ د هيواد د بايسكل ځغلوني اته كسيزه ډلې د جلال اباد د ښار څخه حركت وكړ،او د سه شنبه په ورځ د پاكستان هيواد ته ورسيده.
د بايسكل ځغلوني په يادې سيالي په پاكستان كي تر سره كيږي،چي ۱۲ هيوادو پكښي برخه اخسيتي ده.
د بايسكل ځغلوني په شپاړسم پړاو لوبو كي لوبغاړي يو زر،شپږ سوه ،او شل كيلو متره واټن وهي.
ياده فاصله د كراچي ښار څخه پيليږي،او د پيښور په ښار كي پاي ته رسيږي.
نوموړي لوبي د سه شنبه په ورځ پيل سوي.
د يادو لوبو د چمتوالي په موخه د هيواد ملي ټيم شل ورځي په ننګرهار كي په تمرينو بوخت وو.
په دغه سياليو كي د هيواد تكړه بايسكل ځلونكي حشمت الله بارګزي هم برخه لري.
نوموړي تير كال په يادو لوبو كي لومړي سوي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery