مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهار كي د سطرنج لوبي پاي ته ورسيدي.

رفيع الله غورځنګ

په نوموړو لوبو كي څلويښت تنه لوبغاړو ګډون كړي وو،چي شپږ تنه يي د كندهار منتخب ټيم ته غوره سوه.
د كندهار د سطرنج د فدراسيون مشر وايي چي يادي سيالي يي د کندهار کافي شاپ او ارکوزیا په مالي لګښت او امکاناتو د ځوانانو د سالمي بوختيا،او منتخبي لوبډلي ته غوراوي په موخه په لاره اچولي وي چي د پنج شنبه په ورځ پاي ته ورسيدي.
د كندهار د سطرنج فدراسيون مسئول وايي.
(( مونږ ته كابل څخه د المپيك د ملي كميټي له لوري د لوبو نوملړ راكول كيږي چي د هغه پر اساس باندي مونږ لوبي په لاره اچوو.
په دغه تير تورنمنټ كي مونږ د څلويښت تنو لوبغاړو ترمنځ لوبي په لاره واچولي،چي شپږ تنه مو منتخبي ډلي ته غوره كړه.))
خو يو شمير لوبغاړي وايي چي په سطرنج لوبه كي ددوي په وړاندي ګڼ خنډونه پراته دي.
نوموړي وايي چي دوي د سطرنج لپاره خاصي تختي ،ساعتونه،او ځيني نور اړين لوازم نه لري،او چارواكو هم ورته پام ندي كړي.
پدي اړه مو د هغه ځوان سطرنج باز سره خبري وكړي چي د سطرنج په تير تورنمنټ كي يي لومړي مقام ګټلي وو.
فريداحمد:(( مونږ په كندهار كي د سطرنج لپاره هيڅ ځاي نه لرو،چي سطرنج لوبه وكړو،يو كافي شاپ دي چي هغه هم خپل اصول او مقررات لري.
مونږ د المپيك د امر او نورو چارواكو څخه غوښتنه كوو،چي مونږ ته د ځاي امكانات برابر كړي.))
د فدراسيون مشر هم په سطرنج كي د لوبغاړو شته ستونزي مني.
خو نوموړي وايي چي څو ځلي يي لوړپوړو چارواكو څخه ددوي سره د هم كاريو غوښتنه كړي خو هغو ورته منفي ځواب ويلي.
لوبغاړي وايي كه څه هم په وار وار دوي له اړوندو چارواكو څخه ددوي د مشكلاتو د حلولو غوښتنه كړي،خو لا تر اوسه مشرانو ورته پام ندي كړي.
بلخوا د سطرنج د تورنمنټ په پاي كي مراسمو كي پر لومړي مقام،او نورو ګټونكو لوبغاړو باندي د سطرنج د فدراسيون له لوري جايزي هم وويشل سوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery