مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان فوټبال لوبډله د بوتان سره لوبه لري.

رفيع الله غورځنګ

ټاكل سويده چي د روان ميلادي كال د مارچ په مياشت كي د هيواد د فوټبال ملي ټيم د هند هيواد ته ولاړه سي.
د هيواد د فوټبال ملي لوبډله به د مارچ د مياشتي پر شلمه نيټه د هند هيواد نوي ډهلي ته د لوبو كولو لپاره سفر وكړي.
افغان لوبډله به د مارچ په ۲۳ مه او ۲۵مه نيټه د بوټان هيواد سره په هند كي د فوټبال سيالى تر سره كړي.
خو ملي ډله د بوټان سره د رسمې لوبو مخكي كومه دوستانه لوبه نه لري.
نوموړي سيالى د اسيا د چلنج جام لوبو لومړني پړاوو ته د لارموندنې په موخه تر سره كيږي.
د ملي تيم سره به څلور هغه مهاجر افغان لوبغاړي په هند كي يوځاي سي،چي اوس مهال په اورپايي هيوادو كي د كډوالى شپي سبا كوي.
خو داځلي په ملي ټيم كي بلال اروز چي د هيواد په ملي ډله كي ښه ځليدلي وو،ګډون نه لري.
د هغه په مټ تيركال كي د جنوبي اسيا په سياليو افغانستان دوهم سو.
بلخوا كه چيري افغانستان د بوتان څخه خپله لوبه وګټي، نو په جي ګروپ كي به د سريلانكا ،نپال،او شمالي كوريا سره د لوبي ډګر ته راووځي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery