مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لومړي ځل ښځو د سکي لوبي په بامیان کي ترسره کړې

رفيع الله غورځنګ

د هيواد په باميان ولايت كي د لومړي ځل لپاره د ښځينه وو، د سكي لوبي تر سره كيږي.

دا لومړي ځل دي چي د ښځينه لوبغاړو ترمنځ د سكي لوبي په هيواد كي تر سره كيږي.
يادي د ښځينه وو د سكي لوبي د هيواد په يوه نسبتآ ساړه ولايت باميان كي په لاره اچول سوي.
د بابا غر چي د باميانو په ولايت كي پروت دي،له كابل څخه ديرش كيلو متره ليري دي.
نوموړي لوبي هم د دولسو تنو ښځينه لوبغاړو ترمنځ په بابا غره كي تر سره كيږي.
د باميانو د سكي لوبغاړو ته د دوو تنو بهرنيو روزونكو لخوا تمرينات او د سكي لوبه ښودل كيږي.
د باميان ولايت مسئولين وايي چي ددغه لوبو د په لاره اچولو څخه يي موخه داده،چي د باميان ښځينه لوبغاړې خپله وړتيا نړيوالو ته وښيي.
د سكي دغه لوبي د اغا خان پاونډيشن له لوري په لاره اچول سوي،چي (يو عشاريه دوه) ميلونه امريكايي ډالره لګښت پري راغلي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery