مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نن په ننګرهار کې د ایلیټ کپ سیالی پیل شوې

جواد


د ایلیټ کپ ۵۰ اوریزې سیالی نن د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو بهسودو او مارکوکې پیل شوې. د بهسودو په لوبغالي کې دبغلان او کندهار لوبډلو لوبه وکړه، پچه (ټاس) د کندهار لوبډلې وګاټه خو د توپوهنې بلنه یې بغلان ته ورکړه، د نوموړې لوبډلې اوپنران جمعه ګل او شوکت اکاخیل ول، جمعه ګل ۳۹ منډې جوړې او وسوځیده او شوکت اکاخیل ۱۳۹ منډې جوړې کړې. نوموړي ۱۶ څلوریزې او ۴ شپږیزې ووهلې، د بغلان په لوبډله کې ټولې ۳۱ څلوریزې ووهل وشوې. دغې لوبډلې په۴۹،۱  اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلې لوبډلې ته ۳۱۵ منډې هدف وټاکه.

ورپسې چې د کندهار ولایت لوبډلې توپوهنه پیل کړه،د دوی لوبپیلي ( اوپنران) نسیم او رفیع الله ول. نسیم د دوو څلوریزو په شمول ۱۸ منډې وکړې،رفیع الله د یوې څلوریزې په ګډون ۵ منډې جوړې کړې او وسوځیده،همداشان نظارت په ۳۰ منډو وسوځیدو. پدې لوبډله کې رحیم الله په صفر وسوځیدو. په نوموړي لوبډله کې ترټولو ښه توپوهنه دلاور وکړه، د ۷۲ منډې جوړې کړې او تر اخره پورې و نه سوځیده.  که څه هم د کندهار لوبغاړي په توپوهنه کې ښه ونه ځلیدل، خو د دوی توپ اچونکي( بالر) تواب احمدي  ښه باولینګ وکی او د مقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړي يې وسوځول. کندهار د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴، ۴۸ اورونو کې  ۲۸۹ منډې وکړې، خو لوبه یې په  ۲۸ منډو بغلان ته وبایلله.

پدې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی (مین آف د میچ) شوکت اکاخیل ونومول شو.

اوس د مارکو په لوبغالي کې د شوي لوبې حال احوال:

په مارکو لوبغالي کې چې د همدغي سیالی د بي ګروپ لوبه روانه وه. لمړی لوبه د لغمان او پکتیا ولایت د لوبډولو ترمینځ وشوه، پدوی کې ټاس(پچه) د پکتیا لوبډلې کپتان وګاته، خو د منډو جوړولو بلنه یې د لغمان لوبډلې ته ورکړه. لغمان  په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۹ منډې وکړې او ۲۶۰ مندې یې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه.

خو کله چې د پکتیا لوبډلې توپوهنه پیل کړه دوی په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۱۴ منډې جوړې کړې او دا لوبه په ۴۵ منډو باندې د لغمان لوبډلې وګټله. پدې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی مجتبی ونومول شو.

د دغې سیالی په اړه دافغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش خوښي څرګنده کړه، د وویل چې د ویاړ ځای دی چې د تیرو لوبو په پرتله پدې لوبو کې د لوبغاړو لوبې ( توپوهنه، توپ اچونه) ښه شوی او هم ځینو لوبغاړو پکې سلیزې هم جوړې کړې، ښاعلي دانش یو ځل بیا ننګرهار میشتو نه د زړه له کومې مننه وکړه چې په تیر او اوس مهال یې له لوبغاړو سره هر ډول همکاری کړيدي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery