مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دایلیټ په سیالی کې پکتیا او غزني ګټونکي شول

جواد


دایلیټ سیالی چې د همدې روانې میاشتې د شلمې نیټې راهیسې د بیلا بیلو ولایتونو ترمینځ د ننګرهار په دوو لوبغالو( دبهسودو، مارکو) کې روانې دي، ۵۰ اوریزې لوبې دي، نن په بهسودو لوبغالي

 کې د کندهار او غزني ولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه وشوه او د غزني لوبډلې وګټله. پچه د کندهار ولایت لوبډلې یوړه او خپله یې د توپوهنې (بټینګ) ته ووته. دکندهار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۶ اورونو کې ۱۳۰ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۱۳۱ منډې هدف (ټارګیټ) وټاکه.

ورپسې چې غزني لوبډلې لوبه پیل کړه، دوی په ۱۶ اور کې ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او د لوبه یې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره د پکتیا ولایت له لوبډلې نه وګټله. ددغې لوبې غوره لوبغاړی امان ونومول شو، د ۷۷ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې هم وسوزاوه.

 اخوا د ایلیټ کپ بله لوبه د مارکو په لوبغالي کې د پکتیا ولایت کرکټ لوبډلې او د کوچیانو لوبډلې ترمینځ وشوه. دا لوبه د پکتیا ولایت کرکټ لوبډلې په ګټه تمامه شوه. ټاس د کوچیانو کرکټ لوبډلې وګاټه او د پکتیا لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. نومړي لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۵۵ هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ. بیا چې د کوچیانو لوبډلې توپوهنه پیل کړه، د دوی ټول لوبغاړي په ۳۲ کې په ۱۳۵ منډو باندې وسوځیدل او دا لوبه د پکتیا کرکټ لوبډلې په ۱۹ منډو باندې یوړه.

د دغې سیالی لوبډلې په څلورو (اې، بي، سي، ډي) ګروپونو باندې ویشل شوي دي.تمه ده، چې د سیالی به د روانې مارچ میاشتې په ۲۹ نیټه پای ته ورسیږي. دا سیالی پدې موخه پیل شوی چې په افغانستان کې د کرکټ لوبه وده وکړي، د لوبغاړو تجربې زیاتې شي او هم افغانستان د کرکټ په ډګر کې د بیلا بیلو لوبډلو لپاره له وړاندې لوبغاړي روزلي وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery