مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په احمدشاهي لوبغالي کي ورزشي نمایشونه ترسره کیږي

رفيع الله غورځنګ
ټاكل سوي ده چي سبا د نوروز په دوهمه ورځ د كندهار په احمدشاهي لوبغالي كي د رزمي لوبو په زړه پوري نمايشات تر سره سي.
د نوي كال په رارسيدو سره ورزشكارانو هم خپل ورزشي فعاليتونه كړندي كړي دي.
ټاكل سوي ده چي سبا د نوروز په دوهمه نيټه دلته په كندهار كي د وشو رزمي لوبي ورزشكاران خپل نمايشات تر سره كړي.
د كندهار د ورزشي او بدني روزني امر محمدالله ګلالي وايي چي د سه شنبه په ورځ دلته د سه شنبه په ورځ د بزګر ورځ نمانځل كيږي،او ددي ترڅنګ دوي خپل سپورټي نمايشات هم تر سره كوي.
ګلالي وايي چي تير كال كندهار ته په ځينو ورزشي رشتو كي د كاميابيو او برياوو ډك كال وو.
هغه زياتوي چي په ۱۳۹۰ م نوي كال كي به يي هم هڅه داوي چي په هره ورزشي څانګه كي لوبغاړي وروزي،او په داخلي او بهرنيو سياليو كي ورته د ګډون چانس برابر كړي.
(( مونږ د ددغه نوي كال په لومړي مياشت كي د فوټبال،واليبال،باسكيټ بال،بدني ښكلا،او ځيني نور پروګرامونه لرو،او په دغه كال كي به هم ورزشكاران وروزو،او په داخلي او خارجي سياليو كي به يي بهر ته واستوو.))
بلخوا كندهاري لوبغاړي له ډيري مودي راهيسي د ورزشي اسانتياوو د نه شتون څخه شكايت كوي.
هغه د ورزشي امكاناتو نه شتون هغه څه بولي چي ددوي ورزش يي له ستونزو سره مخ كړي.
داچي نوي كال به ددوي د شته ورزشي خنډو په ليري كولو كي څومره مهم رول ولري،دا به د وخت او حالاتو دنده وي،چي څرګنده يي كړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery