مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نن د کرکټ په سیالی کې ننګرهار او پنجشیر مات شول

جواد

هغه سیالی چې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ننګرهار د ګلوهار په بهسودو او مارکو لوبغالو کې پیل شوي دي، په بهسودو کې د ننګرهار او میدان وردګ کرکټ لوبډولو ترمنیځ لوبه وشوه چې د میدان وردګ لوبډلې وګټله. کله چې پچه واچول شوه، د میدان وردګ لوبډلې وګټله او ننګرهار ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. ننګرهار لوبډلې په ۱۹کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۴ منډې وګړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۹۵ منډې هدف وټاکه.

بیاچې د میدان وردګ لوبډلې توپوهنه پیل کړه دوی په ۱۲ (دولسم) اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف(ټارګیټ) ته ورسیدل او دا لوبه یې وګټله.

اخوا په مارکو لوبغالي کې د پنجشیر او لوګرولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه شوه، پدې لوبه کې د لوګر لوبډله بریالی شوه. په دوی کې ټاس د پنجشیر لوبډلې یوړه او د منډو کولو بلنه یې د لوګر لوبډلې ته ورکړه. نومړي لوبډلې په ټولو پنځوسو (۵۰) اورونو کې د ۶ (شپږو) لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۵۹ منډې (رنز) هدف ورکړ. ورپسې چې د پنجشیر لوبډلې توهنه (بېټینګ) پیل کړه، دوی تر ۲۵ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې وکړې. پدې سره دا لوبه د لوګر کرکټ لوبډلې وګټله.

د ایلیټ جام دا سیالی چې د روانې مارچ میاشتې په شلمه نیټه پیل شوي، د همدې میاشتې په ۲۹ نیټه به پای ته ورسیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery