مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي به د فوټبال نوي سیالۍ پیل سي

رفيع الله غورځنګ
د كندهار د ورزشي چارو مسئولين وايي چي په پلان كي لري چي د الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي په لاره واچوي.
ټاكل سوي چي د يك شنبه په ورځ په كندهار كي د الف غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال تورنمنټ داير سي.
په دغه سياليو كي به دولس الف لوبډلي د درو ورځو لپاره يو د بل سره لوبي تر سره كړي.
ددغو لوبو په ترڅ كي به هره ورځ دوي دوي لوبډلي په كندهار احمدشاهي ورزشي لوبغالي يو دبل سره ډغري ووهي.
چي سبا پر دوي بجي به اريانا له بريښنا كلب او اتفاق له شيرزي سره د لوبي ډګر ته راووځي.
پدي اړه د كندهار د سپورټ او بدني روزني مرستيال مدير اغا وايي!
(( د يك شنبه په ورځ مونږ په كندهار كي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي په لاره اچوو،دغه لوبي د اړيكو د دفتر په مرسته تر سره كيږي))
نوموړي زياتوي چي د نوي كال په پيليدو سره يي يو شمير نور ورزشي پروګرامونه هم په پام كي نيولي.
ترڅو له يوه پلوه د نندارچيانو لپاره د سرګرمي زمينه برابره سوي وي،او له بلي خوا يي ورزش ته ځوانان هڅولي وي.
په تيركال كي كندهاري ورزشكارانو د يو شمير برياوو،ترڅنګ ګڼي ستونزي هم درلودلي دي.
داچي نوي كال به په ورزشي ډګر كي ددوي د ستونزو په ليري كولو كي څومره مهم رول ولوبوي،دابه د وخت او حالاتو دنده وي چي څرګنده يي كړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery