مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان لوبډلي داسیاجام دفوټبال سیالۍ ته لاره پیدا کړه

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د فوټبال لوبډلي د اسيا د چلنج جام لوبو لومړي پړاوو ته لار ومنده،او د شمالي كوريا، سريلانكا ،او سره نيپال سيال سو.
تيره ورځ د هيواد د فوټبال ملي لوبډلي د جنوبي اسيا د سياليو په بهير كي د بوټان هيواد ته په خپله دوهمه لوبه كي هم ماته وركړه.
دغه سيالي چي د اسيا د چلنج جام لومړي پړاو ته د لارموندني په موخه تر سره كيدي،په لومړي لوبه كي افغان فوټبال لوبډلي دري د صفر په وړاندي بوټان ته ماته وركړه.
د لومړي لوبي دري سره ګوله صديق الله وليزاده تر سره كړه.
او د تيري ورځي په لوبه هم د هيواد لوبډلي په پوره برياليتوب سره د چلنج كپ لومړي پړاو ته لار پيداكړه.
د تيري ورځي په لوبه ملي ټيم دوه د صفر په وړاندي بوټان مات كړ.
د لوبي لومړي نيمايي بيله كوم ګوله پاي ته ورسيده،خو په دوهمه نيمايي كي افغانان وتوانيده چي دوه ګوله ووهلي.
د هيواد لوبډلي ګوله سليم كوهستاني او وحيدنديم تر سره كړل.
بلال ارزو د هيواد يو له تكړوو فوټبالرانو څخه شميرل كيږي،ټاكل سوي چي نوموړي دهيواد په راتلونكو لوبو كي برخه واخلي.
۲۳ كلن بلال تيركال د جنوبي اسيا د لوبو په بهير كي په يوازي سر شپږګوله تر سره كړي وه.
ملي ټيم په څلورم ګروپ كي د شمالي كوريا،نپال،او سريلانكا سيال سو.
افغاني فوټبالران به د راتلونكي اپريل مياشت په 7مه،د شمالي كوريا،په 9 مه نپال او په 11مه نيټه د سريلانكا هيواد سره لوبه تر سره كړي.
ددغو لوبو كوربه د نپال د كتماندوي ښار پر غاړه لري.
پاته دي نه وي چي د هيواد فوټبال ملي لوبډله به د شنبه په ورځ هيواد ته راستنه سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery