مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهار كي د فوټبال دري ورځني تورنمنت پاي ته ورسيدي.

رفيع الله غورځنګ
 
پدغه دري ورځني تورنمټ كي شپږ لوبډلو برخه درلوده،او د دريو ورځو لپاره يي يو د بل سره لوبي تر سره كړي.
دغه لوبي په احمدشاهي ورزشي سټوډيوم كي په لاره اچول سوي وي.
د كندهار د فوټبال فدراسيون فني مرستيال شاه فاروق اغا ددغه لوبو د په لاره اچولو موخه د ځوانانو سالمه بوختيا په ګوته كوي.
د فدراسيون له لوري د فوټبال دغه شان دوستانه سيالي د ځوانانو د ورزشي سطحي په لوړولو كي مهم رول لري.
ګڼ لوبغاړي وايي چي د فوټبال لوبه په دغه ولايت كي ډيري مينه وال لري.
هغه وايي چي د فوټبال فدراسيون مسئولين او د المپيك امريت چارواكي بايد ددوي لپاره دغه شان نوري سيالي هم په لاره واچوي.
بلخوا په نژدي راتلونكي كي به په دغه ولايت كي د فوټبال د ۱۲ اي لوبډلو ترمنځ لوبي تر سره سي.
شاه فاروق اغا ددي مطلب د څرګندولو ترڅنګ وويل چي يادي لوبي د منتخبي لوبډلي د جوړولو په موخه دايريږي.
ددغه ولايت د ورزشي چارو د مسئولينو له لوري د منتخبي لوبډلي د جوړولو هڅي په داسي حال كي پيل سوي،چي تير كال د كندهار فوټبال لوبډلي د هيواد په كچه سياليو كي له ماتي سره مخ سوه.
په تيرو دوو كلونو كي كندهار د زون په كچه سياليو كوربني وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery