مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکیټ : پکتیا او میدان وردګ پای لوبي ته ووتل

راحیله جواد

د ایلیټ په سیالی کې پکتیا او میدان وردګ کرکټ لوبډلو پای لوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا هغه سیالی (ټورنمینټ) چې د ولایتي غوراوی سیالی (ایلیټ کپ) په نوم د ننګرهار د ګلو هار ولایت په مارکو او بهسودو لوبغالو کې پیل شوي، نن د پکتیا لوبډلې او د میدان وردګ لوبډلې پای لوبې ته لار ومونده. پای لوبه به سبا په بهسودو لوبغالي کې د نوموړو لوبډلو ترمینځ ترسره شي. د جوړشوي پروګرام له مخې به د ایلیت جام دا سیالی د ننګرهار د ملي رادیو او تلویزون نه هم په ژوندی بڼه نشر شي.

هغه لوبې چې نن ترسره شوي(پکتیا، بغلان) د هغې حال:

نن په بهسودو لوبغالي کې د پکتیا او بغلان ولایت کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه وشوه چې د پکتیا ولایت لوبډلې وګټله. ټاس بغلان ولایت وګاټه او خپله یې د توپوهنې فیصله هم وکړه. پدې ۵۰ اوریزه لوبه کې د بغلان ولایت کرکټ لوبډلې په ۱، ۳۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۶ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه. د دوی اوپنران جمعه ګل او شوکت ول. جمعه ګل د ۲۹ منډو له جوړیدو وروستو د احمدشاه لخوا اووټ شو او شوکت په ۷ منډو باندې دولت وسوځاوه.

کله چې د پکتیا لوبډلې لوبه پیل کړه، دوی په ۲۳،۴ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او دا مهمه لوبه یې وګټله. د دوی لوب پیلي (اوپنران) آفسر ځاځی او فضل نیازی ول. افسر ځاځی له ۶۲ منډو جوړیدو وروستو د زاهد په توپ اووټ شو او فضل نیازی په ۲۵ مه (پنځویشتمه) منډه باندې رن اووټ شو. د دې لوبې غوره لوبغاړی ( مین آف د میچ ) فضل نیازی ونومول شو.

سبا به پای لوبه (فاینل لوبه) ترسره شي.

په پای لوبه کې چې د پکتیا او میدان وردګ لوبډلې ګډون لري، دوی به په بهسودو لوبغالي کې سره ولوبیږي.

هرې لوبډلې چې د ایلیټ جام وګاټه هغې ته به د نومړي سیالی جام د شاندارو مراسیمو په ترڅ کې ورکړل شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery