مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-30   مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا

دکرکټ نړیوال جام یوه په زړه پوری لوبه

منصور سمیر

دکرکټ ۲۰۱۱  په نړیوال کپ کی هندپه یوه په زړه پوری لوبه کی خپل سخت حریف پاکستان ته ماتی ورکړه

بینوا
لوګر


دکرکټ په نړیوال جام کی چی دهندوستان بنګله دیش او سریلانکا په هیوادونو کی روان دی دچهارشنبی دورځی په یوه په زړه پوری اوحیرانونکی لوبه کی هندوستان خپل سرسخت حریف پاکستان ته سخته ماته ورکړه
دغه لوبه چی دهندوستان دپنجاب ولایت په موهالی ښارکی ترسره شوه دهندوستان دټیم کپتان مهندرسنګهه دهونی لومړی پچه وګټله او بیټنګ یا توپ وهلوته فیصله وکړ
دهندوستان ټیم په ټاکلی ۵۰ اورونوکی دنهو لوبغاړو په سوځولو سره ۲۶۰ منډی جوړی کړی ددغه ټیم لخوا سچهن تندولکر په ۱۱۵ بالو باندی ۸۵ منډی وریندر سهواګ ۳۸ او سوریش رینا ۳۶ منډی جوړی کړی
دپاکستان لخوا وهاب ریاض دهندوستان ۵ لوبغاړی وسوځول
پاکستانی ټیم د۲۶۱ منډو دترلاسه کول لپاره لوبه پیل کړه خو ددغه ټیم ټول لوبغاړی په ۴۹/۵ اورونو کی یوازی ۲۳۱ منډی جوړ او ټول لوبغاړی یی وسوځیدل
دغه لوبه چه ددوهمی سیمی فاینل یوه ډیره مهم او په زړه پوری لوبه وه ددواړو هیوادونو لوړ پوری چارواکی پکی ګډون کړی وه
دپاکستان لومړی وزیر او یوشمیر نور لوړ پوری چارواکی هم ددغه لوبی دلیدلو لپاره هندوستان ته تللی وه
چه دهندوستان دصدراعظم من موهن سنګهه سره یی څنګ په څنګ په ستدیم کی ددغی مهمی لوبی ننداره یی کول
هندوستانی ټیم دپاکستان دټیم په ماتی ورکولوسره فاینل ته لاره وموند او داپریل په دویمه کی به دکرکټ دنړیوال جا م دترلاسه کولو لپاره به له سریلانکا ټیم سره لوبه وکړی

منصور لوګر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery