مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-02   مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا

هندوستان دکرکټ نړیوال قهرمانی وګټل

منصور سمیر

هندوستان د۲۸کالو وروسته دکرکټ دنړیوالولوبو قهرمانی وګټل

دهندوستان کرکټ ټیم سریلانکا ته په ماتی ورکولو سره دکرکټ نړیوال جام قهرمانی ترلاسه کړه
دشنبه په ورځ داپریل په دویمه نیټه دهندوستان دممبیی په وانکید کرکټ سټدیم کی دسریلانکا دټیم کپټان لومړی پچه وګټله او دبیټنګ یا توپ وهلو فیصله وکړ چه دمهیلا جی واردهنی د ۱۰۳ منډو په جوړولو سره سریلانکا په ټاکلی ۵۰ اورونو کی د۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۴ منډی جوړی کړی
ددغه مشکل هدف دترلاسه کولو لپاره دهندوستان لوبغاړی میدان ته راووت او دملنګا په لومړی توپ دهندوستان اوپنر بیستمین وریندر سهواګ په صفرکی اوټ شو او له لوبی ووتل وروسته دوهم نامتو توپ وهونکی سچهن تندولکر هم ناکام شو او د۳۱ په مجموعی منډوکی وسوځید ددغو دواړو ټکړه لوبغاړو په سوځیدوسره داسی ښکاریده چه سریلانکا به دالوبه وګټی خو وروسته ګواتم ګمبیر او ورات کوهلی  او بیا کپتان مهندره سنګه دهونی او یوراج سنګ هندوستان لپاره ډیره په زړه پوری لوبه وکړه اود هندوستان د اتلوالی آرمان یی پوره کړل
ګواتم ګمبیر ۹۷ او مهندره سنګ دهونی ۹۱ منډی جوړی کړی
مهندره سنګه دهونی دلوبی دښه لوبغاړی په توګه او یوراج سنګ د نړیوال جام دښه او پیا وړی لوبغاړی په توګه ونومول شول
هندوستان پس له ۲۸ کالونو څخه ددوهم ځل لپاره نړیوال اتلوالی ترلاسه کړه مخکی دغه ټیم په ۱۹۸۳ میلادی کال کی دلومړی ځل لپاره دکرکټ نړیوال اتلوالی ګټلی وه
هندی ټیم په ۲۰۰۳ میلادی کال کی هم دنړیوال کپ فاینل ته ووت خو داسترالیا لخوا له ماتی سره مخ شو
همداراز هندوستان دپاکستان سره په نیمه فاینل لوبه کی بریا ترلاسه کړه چی دا دهندوستان لپاره ډیره یو مهم او په زړه پوری لوبه وه هند اوپاکستان ۵ ځلی په نړیوال کرکټ لوبو کی سره مخامخ شوی چه  ټول ۵ لوبی دهند په ګټه تمامه شوی دی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery