مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګنګوسې دي چي دهندلخواګټلی سوی جام جعلی و

رفيع الله غورځنګ
او داسي ګنګوسي راولاړي سوي دي چي هند ته وركړل سوي د كريكټ نړيوال كپ جعلي دي.
دغه نړيوال كپ چي د شنبه په شپه هند له سريلانكا څخه ترلاسه كړ،نه د اتلولي نښه پري ليدل كيږي او نه هم د كريكټ د نړيوالې شورا كومه لوګو يا ټاپه پري سته.
د شنبه په شپه د هند كريكټ لوبډلي په پايلوبه كي سريلانكا ته ماته وركړه او لومړي مقام يي ترلاسه كړ.
د معمول سره سم لومړي مقام ګټونكي لوبډلي ته د سروزرو جام وركول كيږي،خو داسي ګنګوسي موجودي دي چي د كريكټ د نړيوالي شورا له لوري هند ته وركړل سوي كپ جعلي دي.
پرغه جام باندي نه كومه د اتلولي او يا هم چمپين نښه سته او نه هم د كريكټ د نړيوالي شورا لوګو يا ټاپه پري لګيدلي ده.
هندي لوبغاړي چي له ډيري مودي راهيسي يي ددغه لوبو لپاره تياري نيوي،او د څه باندې دوو مياشتو راهيسي يې د خپل ژوند په قيمت ددغه جام په لاسته راوړلو بريالي سوه،دغه كړني ډير په غوسه كړي دي.
د هند د كريكټ بورډ چارو مسئولين وايي چي د كريكټ د نړيوالي شورا له لوري دا كړنه د هندوانو په احساساتو لوبي كول دي.
د اتلي لوبډلي لپاره اصلي جام تراوسه د ممبي په ګمرك كي بند دي.
هندي لوبغاړي وايي چي په اصلي جام ۲۲ ليكه هندي كلداري محصول راتلي،نو ځكه د كريكټ نړيوال فدراسيون دوي ته جعلي جام وركړي دي.
خو د نړيوالي شورا چارواكي بيا وايي چي دوي ته يي اصلي جام وركړي او هغه كپ چي اوسمهال د ممبي په ګمرك كي دي هغه يو نقلي كپ دي.
بلخوا د ممبي د ګمركي چارو مشران بيا وايي چي د كريكټ د نړيوال فدراسيون چارواكي چي كله په د اپريل په لومړي نيټه هند ته راورسيدل،ددوي د توكو په هغه نوملړ كي د نړيوال جام نوم نه تر ستګو كيده،نو ځكه دوي هغه په ګمرك كي كيښود.
خو د هند يوه ورڅپاڼه بيا كاږي چي د ګمرك چارواكو د هند د كريكټ بورډ څخه د پايلوبي د ليدو لپاره ټيكيټونه غوښتل خو هغو ورنه كړل.
نو پايله يي داسوه چي اصلي كپ په ګمرك كي پاته سو،او جعلي جام لوبغاړو ته وركول سوي دي.
هغه جام چي اوسمهال د ممبي ښار په ګمرك كي پروت دي هغه به په راتلونكو څو ورځو كي عربي متحده اماراتو ته وليږدول سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery