مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي لوبډله داسیاجام سیالیولپاره نیپال ته روانه سوه

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا په سياليو كي د ګډون په موخه د نپال هيواد ته روان سوه.
افغان ډله به د چلنج جام لوبو ته د لاموندني په مقصدد كوربه نپال،سريلانكا او شمالي كوريا سره لوبي وكړي.
د هيواد د فوټبال ملي لوبډله چلنج جام لوبو ته د لارموندي په موخه د نپال ،سريلانكا او شمالي كوريا سره لوبه تر سره كوي.
د افغان ټيم لومړي لوبه د نپال ،دوهمه د سريلانكا سره ده،خو په دريمه سيالي كي د شمالي كوريا لوبډلي سره سيالې لري،شمالي كوريا نسبت ملي ډلي ته پياوړي ده،او په نړيوال جام كي هم برخه اخيستي ده.
ملي لوبډله د چلنج جام سياليو ته د لارموندني لپاره د سه شنبه په ورځ د نپال هيواد ته روان سو،او د پنج شنبه په ورځ به د كوربه نپال سره لوبه وكړي.
لوبه د كابل په وخت د ماپښين پر دوي بجي او پنځلس دقيقي د نپال په سرايت لوبغالي كي پيليږي،او دوهمه سيالي يي د سريلانكا او شمالي كوريا سره د هالچوك په سټوډيوم كي تر سره كيږي.
كه افغان لوبډله د نپال او سريلانكا څخه خپلي لوبي وګټي،او له شمالي كوريا سره يي مساوي خو خپل بري به دوهم پړاو ته غوڅ پريكنده كړي.
ټاكل سوي ده چي دغه ټولي لوبې د نپال د کانتيپور له يوه خصوصي ټلويزيون څخه په ژوندي بڼه نشر سي.
ملي ټيم د تير په پرتله پياوړي ښكاري ځكه چي د تيري مياشتي په دوو لوبو كي بوټان ته په پرلپسي ډول په دوو سياليو برخه واخيسته.
ددي بري سره ملي ټيم د المپيك ملي كميټي له لوري هم په مډالو ونازول سو. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery