مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي لوبډلي خپله دوهمه لوبه دسریلانکا څخه وګټل

رفيع الله غورځنګ
او د هيواد د فوټبال ملي لوبډلي د خپلې لومړي لوبي د بايللو وروسته خپله دوهمه لوبه د سريلانكا څخه وګټل.
د سريلانكا ټيم نسبتآ كمزوري لوبډله ده،خو د هيواد لوبډله به سبا نه بل سبا د يوي قوي لوبډلې سره لوبه لرې.
د هيواد د فوټبال ملي لوبډله دغه لوبي ددي لپاره تر سره كوي،چي ګواكي د ۲۰۱۲م كال د اسيا د چلنج جام لوبو ته به لار پيداكړي.
د اسيا د چلنج كپ سياليو ته د لارموندني په لمړي پړاوو كي ملي ډلې بوتان ته په دوو لوبو كي ماته وركړه،او په ډي ډله كي د نپال،سريلانكا،او شمالې كوريا سره شامله سوه.
افغان ډلي د خپلې لومړي لوبي بريا نپال ته پريښوده،او بل پړاوو ته يي خپل تګ ستونزمن كړ.
خو په ننني لوبه كي يي سريلانكا ته يي په ماتي وركولو بل پړاوو ته بيا ځلې د تلو هيلي راژوندى سوي.
د شنبه ورځي په لوبه كي لوبغاړو د پوره ناهيلى ترڅنګ بياهم ښه لوبه تر سره كړه،او د لوبې د دوهمې نيمايي په ۵۲مه دقيقه كي د حديد مصطفي په يوه ګول د بريا كرښي ته ورسيده.
سريلانكا ددي ماتې سره د اسياد چلنج كپ د سياليو څخه ووته.
خو افغان لوبډله سبا نه بل سبا د شمالې كوريا لوبډلې سره لوبه لري.
د كوريا ډله د اسيا د فوټبال د نمرو په جدول كي دريم ځاي كي لري،او د اسيا د فوټبال له يوې پياوړې لوبډلې حساب ورباندي كيږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بل پړاوو ته د لارموندني هيلې به هله رښتيا سي چي د شمالې كوريا ټيم ته ماته وركړې.
د هيواد د ملي ډلي سره هغه شپږ تنه افغان لوبغاړي لوبيږي چي په بهرنيو هيوادو كي د كډوالى شپي او ورځي سبا كوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery