مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکندهار دبیسبال لوبډله په سویلي اسیا په سیالیو کي

رفيع الله غورځنګ

ټاكل سويده چي د كندهار د بيسبال لوبډله د اپريل په لسمه نيټه د سويلې اسيا په سياليو د ګډون په مقصد د پاكستان هيواد ته لاړه سي،او هلته له كوربه هيواد،سريلانكا او نپال سره د لسو ورځو لپاره لوبي وكړي.

د بيسبال لوبه د لومړي ځل لپاره د امريكايانو له لوري جوړه سوي،او افغانستان ته په ۲۰۰۸م كال كي راوړل سوي ده.
د بسيبال لوبه كه څه هم په هيواد كي نوي ده،خو په كندهار كي ډيري ځوانان ورسره علاقه لري.
داچي د بيسبال څرك د هيواد په نورو ولاياتو كي نه تر سترګو كيږي،نو ځكه د كندهار د بيسبال ټيم د هيواد د ملې لوبډلي په استازيتوب په بهرنيو هيوادو كي لوبيږي.
دغې ډلې څو ځله په بهرنيو هيوادو كي سيالى تر سره كړي دي،او ترڅنګ يي ګڼ شمير برياوي هم لري.
د كندهار د بيسبال د فدراسيون فنې مرستيال حميداغا وايي.
(( مونږ د لومړي ځل لپاره په جنوبي اسيا سياليو ګډون وكړ،داچي د پاكستان لوبډله د بيسبال په لوبه كي له ډيره وخته تجربه لري،مونږ هغي لوبډلي ته دري سكوره وټاكل او په غه سياليو كي مو څلورم مقام ترلاسه كړ.))
د بيسبال لوبغاړې د كاميابيو او برياوو ترڅنګ يو شمير ستونزي هم لرې،خو عمده شتونزه يي د لوبغالې نه شتون په ګوته سوي دي.
د بيسبال مينه وال او ورزشكاران د لوبغالو د نه شتون له وجي دلته د فوټبال په سټوډيوم كي خپل ورزشي فعاليتونه تر سره كوي.
حميداغا(( د بيسبال ورزش خپل خاص ميدانونو ته اړتيا لري،خو تراوسه د كندهار د المپيك رياست او نه هم المپيك ملې كميټي راته د لوبغالې د نه شتون ستونزه حل كړيده.
د كندهارې لوبغاړو د ستونزو د حليدو په موخه د المپيك امريت ته په سلهاوو جريبه مځكه وركړل سوي ده.
دغه مځكه ددي لپاره نوموړي امريت ته وركړل سوي چي ورباندي لوبغالې او سټوډيومونه جوړ سي،خو تر اوسه ددغه لوبغالو د جوړولو چاره نده پيل سوي.
كه ددغو لوبغالو د جوړولو چاره پيل سي، نه يوازي د بيسبال د لوبغاړو مشكلاتو ته به د حل جواب ويل سوي وي، بلكي د ډيري ورزشكارانو ستونزي به ورسره حل سي.
د كندهار د ورزش او بدنې روزنې امر محمدالله ګلالي ددغه سټوډيومونو د جوړلو په برخه كي د لوړپوړو چارواكو څخه ددوي سره د مرستې غوښتنه كوي.
(( مونږ ته د محمود خان كرزي له لوري د كندهار د عينوميني په نوي ښار ګوټې كي ۱۷۳ جريبه محكه راكړل سوه.
دغه مځكه ددي لپاره راكول سويده،چي مونږ لوبغالې او ميدانونه پري جوړ كړو،مونږ د كندهار د ښاروالي رياست چارواكو او نورو لوړپوړو چارواكو څخه غوښتنه كووو ترڅو ددغه ميدانو په جوړولو كي زمونږ سره مرسته وكړي.))
د كندهار د بيسبال منتخبه لوبډله چي د هيواد د ملي ټيم په استازيتوب په بهرنيو هيوادو كي لوبيږي،په نژدې راتلونكي كي به ګاونډي هيوادو ته په سياليو كي د ګډون په موخه سفر وكړې.
دغه لوبډله د اپريل د مياشتي په لسمه نيټه پاكستان ته ځي،او هلته به د لسو ورځو لپاره لوبي وكړي.
د بيسبال دغه ډله به لومړي لوبه د پاكستان د لاهور په قذافې لوبغالې كي د كوربنې پاكستان سره تر سره كړي او په دوهمه او دريمه سيالې كي د سريلانكا او نپال سره ډغري ووې.
نوموړي سيالۍ د سويلي اسيا د هيوادونو ترمنځ د لسو ورځو لپاره تر سره كيږي.
حميداغا وايي چي ددغه لوبو لپاره يي پوره چمتوالى نيولى دي.
(( مونږ د تير په پرتله پوره اماده يو،او لوبغاړي هم ښه تمرينات تر سره كړيدي.))
د بيسبال د ټيم لوبغاړو سره د كندهار يو تن ملې تجار حاجي تورجان نقدې مرسته وكړه.
او د هغو سره يي ژمنه وكړه،چي كله له لوبو څخه بيرته راستانه سې،نو ورسره به يو شمير نوري همكارى هم وكړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery