مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي به د بدني ښکلا لوبي تر سره سي

رفيع الله غورځنګ
ټاكل سوي ده چي په نژدي راتلونكي كي په كندهار كي د بدنې ښكلا لوبي تر سره سي.
دغه سيالى د ګڼو لوبغاړو ترمنځ ددې ولايت د غوره لوبغاړې د ټاكلو په موخه تر سره كيږي،خو دلته ډيري لوبغاړو د يولړ ستونزو څخه شكايت كوي.
د كندهار د بدنې ښكلا د فدراسيون مسئولين وايي چي د پنج شنبه به ورځ د بدنې ښلا سيالې په لاره واچوي.
دغه سيالى په كال كي يو ځل د هيواد د اتلوليو د ترلاسه كولو په موخه تر سره كيږي،او په كندهار كي هم دغه لوبه كلنى سيالى لري.
ټاكل سوي چي د بدنې ښكلا لوبي د هيواد په كچه په راتلونكې ثور مياشت كي د ټولو ولاياتو د ورزشكارانو ترمنځ په پلازمينه كابل كي تر سره سي
د پرورش اندام تكړه ورزشكار علې احمد څه باندي اته كاله كيږي،چي ياده لوبه پر مخ وړي،او د هيواد په كچه او په خاص ډول يي په نړيوالو لوبوكې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.
نوموړي هم د راتلونكو لوبو لپاره په تياري بوخت دي،خو هغه وايي چي ددوي سره تردامهاله نه د بدنې ښكلا فدرسيون او نه هم د المپيك امريت همكاري كړيده.
علي احمد د ملې پانګوالو او په خاصه توګه ددي ولايت د المپيك چارواكو څخه غوښتنه كوي چي ددوي لپاره دي ورزشي اسنتياوي برابري كړي.
(( زمونږ سره تر اوسه پوري هيڅ يوه ملې تجار او نه هم د فدراسيون مشر همكاري كړي.زه د كندهار لپاره يا د افغانستان لپاره د سټيژ سر ته پورته كيږي،او هلته يو مقام خپلوم داخو د كندهار وياړ دي.دوي بايد زمونږ سره همكاري وكړي.))
ومو غوښتل چي پدي اړه د بدنې ښكلا د فدراسيون د مـسئولينو سره هم خبري وكړو،خو د پرلپسي هڅو سره سره بياهم بريالي نه سوو.
كندهار يو د هغو ولاياتو په كتار كي راځې چي ناامنيو يي ورزش ټكنى كړي دي.
د كريكټ او بدنې ښكلا ورزشكاران ددي ولايت د برياوو د نوملړ په سر كي راځي،خو په نورو ورزشي برخو كي يي لوبغاړو كومې د پام وړ كاميابى نه لرې.
ورزشكاران وايي چي ددوي د پرمختګ مخه د لوبغالو نه شتون او ځيني مالې ستونزو ډب كړي ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery