مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بیسبال ملي لوبډله کندهار ته راورسیدل

رفيع االه غورځنګ
د كندهار د بيسبال منتخبه لوبډله په جنوبي اسيا سياليو كي نپال ته په لوي شكست سره ماته وكړه او دريم مقام يي ترلاسه كړ،او نن دي لويي بريا سره كندهار ته راورسيده.
د كندهار د بيسبال لوبډله يوازي دا وياړ لري چي په بهرنيو سياليو كي د افغانستان د ملې لوبډلې په استازيتوب لوبي وكړې.
نوموړي لوبډلې د جنوبي اسيا په لوبو څه موده مخكي د پاكستان هيواد ته تللې وه چي هلته يي درې لوبې وكړي چچي دوي يي وبايللې او د يوي لوبي په ګټول سره دريم سول.
دغه درويشت كسيزه ټيم دري كاله كيږي چي خپل ورزشي فعاليتونه تر سره كوي،خو سپورټې فعاليتونه يي ډير محدود او كم تر سترګو كيږي.
د هيواد د بيسبال د فدراسيون مشر دا بريا نه يوازي ددوي د لوبډلې بلكي د ټولو افغانانو بولې.
خو نوموړي وايي چي د پرمختګ په وړاندي يي لوي خنډ د لوبغالو نه شتون دي.
ولې امين(( تاسو ويني په كندهار كي په يوه ورزشې رشته كي هم لوبغاړي د سپورټ اسنتياوي نه لري،د چارواكو څخه غوښتنه كوو،چي دي ستونزي ته جدي پام وكړي.
د لوبغاړو د بريا د نمانځې په وياړ ددي ولايت په المپيك امريت كي يوه لويه غونډه جوړه سوي وه.
په ياد پروګرام كي د ملې شتمنو ترڅنګ لوړپوړو چارواكو هم ګډون درلود،او د لوبغاړو سره د همكاريو ژمنې وكړې.
نعمت الله شيردلې چي د ولايتي شورا په استازيتوب يي خبري كولې،د يادو لوبغاړو سره پدي ډګر كي د بيسارو مرستو ژمنه وكړه.
شيردلى(( ولايتي به د بيسبال د لوبغاړو سره هراړخيزي مرستي وكړي،كه هغه په هر قيمت وي.))
پدي وروستيو كي د هيواد لوبغاړي په نړيوالو سياليو كي ښې لاسته راوړنې درلودلې دي،نو ځكه د ډيري ځوانانو پام د ورزش لورې ته اووښتى دي.
خو كندهاري لوبغاړې بيا ډيري ځله د ورزشي اسنتياوو د نه شتون څخه شكايت كوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery