مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ه کندهار کي دبدني ښکلا سیالۍ ترسره سوې

رفيع الله غورځنګ
په كندهار كي د عضلاتو د ښكلا د ۱۳۹۰م اتلولى د بصيراحمد او رفيع الله په ګټه پاي ته ورسيدي.
دغه لوبې په هركال كي يو ځل تر سره كيږي چي په تيركال كي يي ګټونكى سيدحسن اغا اعلان سوي وو.
د بدنې ښكلا لوبې د پنج شنبې په شپه د كندهار په احمدشاهې ورزشي لوبغالې كي په لاره لويدلې وي چي د بدنې ښكلا په لس ګونو لوبغاړو پكې برخه اخيستې وه.
پدغه لوبو كي بصيراحمد د ۱۳۹۰م كال د غړيو د ښكلا د اتل په توګه وپيژندل سو.
دده ترڅنګ رفيع الله په جينير كلاس كي د قهرمانىكپ ترلاسه كړ.
د پرورش اندام پدغه لوبو كي به لس تكړه لوبغاړي د كندهار منتخبې لوبډلې ته لارومومې.
دغه لس كسيزه ډله به په پلازيمنه كابل كي د هيواد د اتلولى د ترلاسه كولو په موخه يو د بل سره ولوبيږي.
د هيواد د بدنې ښكلا د قهرمانى لوبې د روانې ثور يا غويي د مياشتې پر ۱۵مه نيټه په كابل كي تر سره كيږي.
د كندهارې لوبغاړو مالې ستونزي هغه څه دي چي د ځوانانو اړيكې يي له ورزش سره شلولې ،او ددوي د پرمختګ مخه يي ډب كړي.
ددي كال د غړيو د ښكلا اتل بصيراحمد له ملي پانګوالو او د ددې ولايت د ورزشي چارواكو څخه وغوښتل چي ددوي سره دې په پدې برخه كي همكاري وكړي.
(( مونږ چي خپل بدن جوړ كړي دي او اول سوي يو مونږ خپله هڅه كړي،او دا ټول مونږ خپل په مالې مصارفو دي ځاي ته رارسيدلې يو.اوس زه د هيواد د اتلولى لپاره تياري نيسم،نو ملې شتمن بايد راسره مالې مرستې وكړې.))
د المپيك امر محمدالله ګلالى وايي چي په پلازمينه كابل كي د كندهاري لوبغاړو د راتلونكو لوبو لپاره يي پوره چمتوالى نيولى.
نوموړي زياتوي چي د بدنې ښكلا د لوبغاړو سره به خپل هيڅ راز همكارى ونه سپموي.
(( هغه همكاري چي د المپيك امريت په وسه دي هغه مونږ ورسره كړي دي،او ددوي د راتلونكو لوبو بودوباش مو نيولي دى.))
د بدنې ښكلا لوبي په كندهار كي هم كلنى سيالى لري،چي تيركال يي ګټونكى سيدحسن اغا ټاكل سوي وو.
د بدني ښكلا او كريكټ لوبغاړي ددې ولايت د برياوو د نوملړ په سر كي قرار لري،خو لوبغاړي وايي چي د تير په پرتله د بدنې ښكلا د لوبغاړو علاقه د ورزش سره د اقتصادي ستونزو له امله كمه سوي ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery