مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوست : دانش کرکټ ټورنمینټ پای ته ورسیده‏

راحیله جواد
هغه دکرکټ تورنامينټ ،چې دا نېږدې دوه مياشتې وړاندې دخوست ولايت په مندوزيو او اسمعيل خېلو ولسوالۍ کې دکرکټ بورډ داجرايوي رئيس نسيم الله دانش په وياړ جوړشوى وو،پاى ته ورسېد .
په دې ټورنامينټ کې دخوست ولايت له دوولسو ولسواليو او دريو اداري   لوبډلو ګډون کړى وو،چې په پيل کې ٤٠ لوبډلې وې او وروسته بيا ددې لوبډول شمېر تر ٧٢ اويا ورسېد .
دټورنامينټ پاى لوبې ته د ابراهيمي کرکټ اکېډمۍ او ډېنجر ځدراڼ کرکټ اکېډمۍ ځانونه واېستل ،چې دپاى لوبې پچه ياشېر خط ډېنجر لوبډلې وګاټه او خپله يې دلوبې کول غوره کړل ،نومړي لوبډلې په مقرره څوارلسو اورونوکې  داتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٠٥ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د١٠٦ منډو هدف وټاکه. .
بیا چې ابراهيمي اکېډمۍ لوبه پيل کړه ،ټول لوبغاړي يې د ٨٢ منډو په جوړولو سره په ١٤م اور کې له لاسه ورکړل اولوبه يې په ٢٣
منډو ډېنجر ځدراڼ اکېډمۍ ته بايلوده .
دلوبې غوره لوبغاړى اسدالله وپېژندل شو .
داټورنامينټ ،چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس نسیم الله دانش په نوم  په لاره اچول شوى وو،دخوست ولايت دورزشکارانو داتحاديې په پوره هماهنګۍ سره پرمخ  ولاړی،دغې تورنمینټ ته هره ورځ  په زرګونو تماشه کوونکي راتلل او لوبه به يې له نېږدې ننداره کوله   ديادولو وړده، چې په خوست ولايت کې اوس مهال کرکټ دومره پرمختګ کړى ،چې هېڅ ساری نلري او په ښار کې هم بې شمېره دسپورتي توکیو پلورنځي پرانستل شوي ،چې ګڼه ګوڼه پرې بېخي زياته وي او دجمعې په ورځ خو دخوست ښار په مختلفو ولسواليو ،کليو او بانډو کې دټورنامېنټونو د جوړیدو اعلانونه په کرځنده لوډ سپیکرو(لوړغږو) او له ځای رادیو ګانونه کیږي..
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery