مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهیواد دتکواندو لوبغاړو خپل سیالان مات کړي

رفيع الله غورځنګ
 هيواد د تكواندو لوبغاړې محمود حيدرې د سويلې كوريا په لوبو كي خپل سيلان مات كړل.
د تكواندو يادي سيالي د ۱۷۰ هيوادونو ترمنځ په جنوبي كوريا تر سره كيږي،چي شپږ ورځې به دوام وكړي.
افغان تكواندو كار محمود حيدرې د جنونې اسيا په لسم پړاوو لوبو كي خپل لوموړي قدم په برياوو كي كيښود.
هغه په لومړي ورځ د فرانسې،كروشيا،او برازيل تكواندوكاران مات كړل.
دغه سيالۍ چي د يك شنبه په ورځ سهار پيل سوي،محمو حيدري لومړنى ورزشكارو وو چي خپل فرانسوي سيال يي په ۵۸ كيلو ورزن كي شپږ پر څلور مات كړ.
هغه په دوهمه لوبه كي اووه پر څلور كورشيايي لوبغاړى له مخه ليري كړ،او اته پر دري يي د براويلې تكواندو لوبغاړې څخه بري ومونده.
خو محمود حيدرې په څلورمه سيالې كي د پرتګالې لوبغاړي له لوري دري د څلور په وړاندي ما سو.
پدغه سياليو كي به د دوشنبه په ورځ نثااحمد بهاوي د كينيايي ورزشكار سره د لوبې ډګر ته راووځي.
په سه شنبه به روح الله نيكپا د توكيو د هيواد سره،په چهارشنبه ورځ به سيدحسن رضايي د چينايي لوبغاړي سره،او په پنج شنبه ورځ به وهاب ځاځى د خپل اذربايجانې سيال سره بخت وازمويي.
په نوموړو لوبو كي د هيواد څخه نځه تكواندو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
دغه سيالي په هرو دوو كلونو كي يوځل تر سره كيږي.چي دا ځلې كوربه د جنوبې كوريا د ګوانګوى ښار دي
په يادو لوبوكي ۱۷۰ هيوادونه د شپږو ورځو لپاره يو د بل سره لوبي كوي.
د تكواندو ملې لوبډلې په ۲۰۰۸ م كال كي د چين په اسيايي لوبو كي خپل ايراني سيال ته په ماتې وركولو سره يو د برونزو مډال تر لاسه كړ.
او د ۲۰۰۹م كال كي په ډنمارك لوبو كي بيا محمود حيدرې يو د سپينو زرو مډال او سيدحسن رضايي د برونزو مډال وګټى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery