مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانانودسنوکر په اسیائې لوبو کي ژیږ مډال ترلاسه کړ

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د سنوكر لوبغاړو بلاخيره د سنوكر په اسيايي لوبو كي ژيړو مډال په غاړه كړ.
د سنوكر يادي سيالي د ۲۱ هيوادونو ترمنځ په هند په هيواد كي په لاره اچول سوي وي چي افغانان پكي دريم مقام ترلاسه كړ.
د هيواد د سنوكر لوبغاړو په هند هيواد كي د سنوكر په لوبو كي له ګڼو هيوادو څخه بري ترلاسه كړ،او ځان يي دريم مقام ته ورساوه.
د سنوكر يادي سيالى په هند كي په لاره اچول سوي،چي له اسيا څخه څه باندي ۴۱ لوبغاړو له مختلفو هيوادو څخه پكې برخه اخيستې وه.
له افغانستان څخه په نوموړو لوبو كي رئيس خان سينزي او صالح محمد ګډون كړي،وو.
صالح محمد د لوبو په ګروپې پړاوو كي پاته سو،خو رئيس سينيزې ځان دريم مقام ته ورساوه.
كه څه هم افغان لوبغاړې د كمې تجربې سره پدغه سياليو كي ګډون كړى وو،خو ژيړو مډال يي خپل د برياوو په زيرمتون كي اضافه كړ.
د هيواد د المپيك ملې كميټې د افغانې لوبغاړو دغه بريا د ستاينې وړ بولې.
غوه سياليو چي اووه ورځې يي دوام پيداكړ، اتلولې د تايلنډ په اتلولى پاي ته ورسيده،خو كوربه هند بيا پكې دوهم ځاي تر لاسه كړ،او افغان لوبغاړى رئيس خان بيا له هند وروسته په دريم ځاي كي ودريد.
پدي ورستيو كي افغانې لوبغاړي په نړيوالو سياليو كي داسې لاسته راوړنې درلودلې چي اوسنې ورزشي اسانتياوو ته په كتو تمه نه ورځيني كيدل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery