مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نيكپا په نړيوالو سياليو كي د ژيړو مډال ترلاسه كړ

رفيع الله غورځنګ
روح الله نيكپا د سويلې كوريا د تكواندو په نړيوالو سياليو كي د ژيړو مډال ترلاسه كړ.
د تكواندو پدغه سياليو كي پنځه تنه افغان لوبغاړي لوبيږي چي تردامهاله يي يوازي نيكپا پدي توانيدلي چي كوم مډال خپل كړي.
د تكواندو دغه سيالي د ۱۴۹ هيوادونو ترمنځ په جنوبې كوريا كي تر سره كيږي چي د نړي ګڼ شمير لوبغاړو پكي برخه اخيستي چي شمير په زرګونو ته رسيږي.
په نوموړو سياليو كي د هيواد څخه پنځه تنه تكواندو كارانو برخه اخيستې وه،كه څه هم افغانې لوبغاړي په لومړي پړاوو كي ښه وځليدل خو په پاي كي تمې ورنه كمي سوي.
محمود حيدري او نثاراحمد بهاوي هغه افغان ورزشكاران وو،چي په لومړي پړاووكي يي خپل سيالان مات كړل خو په نيمه پايلوبې ته يي لار پيدا نكړه.
روح الله نيكپا يوازي تيره ورځ پدي وتواندي چي تر مډال ګټلو پوري ځان ورسوي،او د دريم مقام په ګټو د برونزو مډال ترلاسه كړي.
نيكپا په نيمه پايلوبه كي د خپل ايرانې سيال په وړاندي مقاومت ونه سو كړاي او لوبه دولس پر پنځه ورځيني وبايلل.
پدې سره د تركيه تكواندوكار پدغه وزن كي لومړي سو، ايران دوهم او روح الله نيكپا له افغانستان څخه دريم مقام ترلاسه كړ.
او نن سهار په يوه بله لوبه كي د هيواد تكړه تكواندو كار وهاب ځاځى د اذبايجانې او دومينينكا د لوبغاړو څخه برياوي ترلاسه كړي.
له دي مخكې افغانې تكواندوكاران ښه ځليدلې دي،محمد حيداې په ۲۰۰۹م كال كي يو د سپينو زرو مډال ترلاسه كړي وو،او د ژيړو مډال يي بيا سيدحسن رضايي په دريم مقام ګټلو سره په غاړه كړي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery