مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-15   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

درېيم درس : د My Computer پر Properties ديوې ...

انجينر سُبحان

درېيم درس :  د My Computer  پر Properties  ديوې مالوماتي تڼۍ اضافه کول .

 

ددې لپاره :

۱)نوټ پد (Notepad) پروګرام راخلاص کړئ .

۲) لاندي متن پکي ټايپ کړئ .

[General]
Manufacturer= Your Name Here
Model=Pentium Four
[Support Information]
Line1= 1st Line of Information
Line2=  2nd Line of Information
Line3=  3rd Line of Information

دپورتني متن توضيحات :
تر[General] لاندي دوې کرښي (Manufacturer) او (Model)  د کمپیوټر و مشخصاتو ته اضافه کيږي، دبېلګي په توګه که تاسو د Model مخي ته پينټيوم فور ولیکئ، هغه به دمای کمپيوټر و پراپرټيز ته  اضافه سي .
د [Support Information] کمانډ به يوه نوې تڼۍ په همدې نامه د کمپیوټر پر پراپرټيز اضافه کړي، او دهغه  کليکولو سره به تاسو ته يوه کوچنۍ کړکۍ پرانيزي چي هوري بیا تاسو کولای سئ خپل مالومات ووينئ .
۳) کله چي مو پورتنی متن ټايپ کړ، دکمپیوټر په لاندي ورکړل سوي ادرس کي خوندي کړئ .
C:\Windows\System32
دفايل نوم بايد (oeminfo.ini) وي .
۴)اوس خپل دکار نتيجه د Winkey+Pause/Break تڼيو په کښېکاږلو سره ووينئ .

د Support Information په نامه تڼۍ اضافه سوې ده .

د Support Information تڼۍ  دکښېکاږلو وروسته دغه کړکۍ راښکاره کيږي.


 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery