مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي لوبډلي خپله لومړنۍ لوبه له پاکستانه وبایلل

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د كريكټ ملې لوبډلې په يوه ورځنيو سياليو كي خپله لومړي لوبه په پنځه ويكټه وبايلل.
د كريكټ دغه لوبې په پاكستان هيواد كي تر سره كيږي چي د ملې ډلې لومړي لوبه د اسلام اباد په ډايمونډ لوبغالې كي تر سره سوه.
د كريكټ دغه يوه ورځنى لوبې د هيواد د ملې لوبډلې او پاكستان الف ډلې ترمنځ په پاكستان كي تر سره كيږي.
پاكستان هيواد د ۲۰۰۹م كال راهيسې د هيڅ يوي نړيوالې لوبه كوربه ندي پاته سوي.
په ياده نيټه كي پر سريلانكايي لوبغاړو توپكوالو بريد وكړ،چي ددي سره جوخت د كريكټ نړيوالې شورا پر پاكستان د كريكټ د كوربنې بنديز اعلان كړ.
خو دا لومړي ځل دي چي افغان ملې لوبډله دي هيواد ته د دريو يوه ورځينو لوبو لپاره سفر كوي.
ملې لوبډلې خپله لومړي لوبه په اسلام اباد كي د پاكستان الف لوبډلې څخه په پنځه ويكټه وبايلل.
افغان ټيم پدي لوبه كي په خپلو ټولو لوبغاړو ۱۵۴ منډي جوړي كړي،چي دا په يوه ورځنيو لوبو كي كمې ځغاستې بلل كيږي.
د هيواد د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل د لوبې په پاى هيله څرګنده کړه، چې لوبډله به يې په راتلونکو سياليو کې ښې لوبې تر سره كې.
د پاکستان د الف لوبډلې کپتان سهيل تنوير د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې مننه وکړه، چې د لوبو لپاره په داسې حال کې پاکستان ته راغلل، چې نورې نړيوالې لوبډلې دلته له راتګ څخه ډډه کوي.
تنوير (( زه د پاكستان د كريكټ بورډ څخه مننه كوم چي په پاكستان كي يي داسي تورنمنټ په لاره واچاوه چي افغان لوبغاړو پكې ګډون كړ.
حال داچي له دوو كلنو راهيسي يوه نړيواله لوبډله هم زړه نه ښه كوي چي پاكستان ته سفر وكړي.
زمونږ د ټيم لوبغاړي په بال اچونه كي ښه وه،خو په توپ وهنه كي يي ځينې مشكلات لرله مونږ به په راتلونكو لوبو كي دغه ستونزه حلوو.
زه د افغان لوبغاړو بالينګ هم ستايم چي زمونږ د منډو جوړونكو په وړاندي يي مشكلات اجاد كړل.
د ملي لوبډلې مرستيال کپتان محمد نبي عيسى خېل له مسووليته ډکه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې يې په ٣٨ اورونو کې تر ١٥٢ ورسولې.
افغان لوبغاړى محمد نبي عيسى خېل، چې په دې لوبه کې يې ٧٣ منډې جوړې کړې، غوره لوبغاړى اعلان شو.
د هيواد په ملې ټيم كي حميدحسن ستون نه درلود،خو هغه كار دولت ځدران تر سره كړ،او دري پاكستانيان يي اووټ كړل.
د دغو سياليو دويمه لوبه به د غبرګولي په ٦مه د راتلونكې جمعه په ورځ، د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ترسره سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery